کندهار :بولدک کې دشهیدانو ، او دهلمند په خانشین کې دفاضلانو په ویاړ شانداره غونډي ترسره شوي

کندهار : د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کي د ا،ا،امارت د شهیدانو په یاد لویه غونډه جوړه سوه   تر غونډي مخکي ټولو ګډونوالو د ا،ا،امارت په شهیدانو پسي د قران کریم ختمونه وکړل او وروسته غونډه د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره راپیل سوه، چي پکښي د سپین […]

کندهار :

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کي د ا،ا،امارت د شهیدانو په یاد لویه غونډه جوړه سوه

 

تر غونډي مخکي ټولو ګډونوالو د ا،ا،امارت په شهیدانو پسي د قران کریم ختمونه وکړل او وروسته غونډه د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره راپیل سوه، چي پکښي د سپین بولدک ولسوالۍ د مشهورو علماوو مولوي عبدالسلام صاحب، الحاج مولوي مطیع الله صاحب او شیخ مولوي عبدالقیوم صاحب ترڅنګ د کندهار د ۲۰۵ البدر قول اُردو څخه شیخ مولوي بخت محمد متاب صاحب او شیخ مولوي قاري عبدالغفور حیدري صاحب په خپل نوبت ویناوي وکړې.

 

قاري عبدالغفور حیدري صاحب وویل، دا د شهیدانو د قربانیو برکت دئ چي موږ یوې غربي امپراطورۍ ته ماته ورکړه او اوس د یوه سوچه اسلامي نظام څخه برخمن یو، چي په خبره ئې موږ امریکا او ملګرو ته ئې په مادیاتو نه بلکي په معنویاتو ماته ورکړه او دا داسي شکست و، چې امریکا به خپلو لمسیانو ته هم توصیه خط لیکي چي که په افغانستان او یا هم بل اسلامي هیواد کي د طالب او مجاهد په نامه چا درسره مبارزه کوله؛ پر هغې خوا د یرغل لپاره زړه مه ښه کوئ.

 

وروسته غونډه د دُعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

 

جمعه: ۱۴۴۳/۷/۲۴

هلمند:

په خانشین ولسوالۍ کي دقاریانو صاحبانو دفراغت په ویاړ شانداره جلسه تر سره سوه:

 

نن دهلمند ولایت دخانشین ولسوالۍ اړوند (قلعه نو) په علاقه کي په( المدرسة العربیة ام القراء ) کي دقاریانو صاحبانو دفراغت په مناسبت شانداره جلسه تر سره سوه.

 

په یاده جلسه کی زیات شمیر دینی عالمانو، مجاهدینو، نعت خوانانو، مسؤلینو، اوعامو مسلمانانو ګډون کړی وو.

 

د جلسې پیل د قرانکریم د سپېڅلو ایاتونو په تلاوت سره وسو وروسته څو تنو دیني عالمانو هر یوه په خپل وار سره ددیني علم د فضائلو او احکامو په اړه مفصلي او ارزښتناکه ویناوي وکړې همدا راز یې ددیني علم د زده کړي پر ارزښت او اهمیت خبري وکړې او د ټولني وګړي یې تشویق کړه چی خپل اولادونه دیني مدارسو ته ولیږي ترڅو د دین او هیواد لپاره دخدمت مصدر سي.

 

دجلسی په بهیر کی د نعت خوانانو له خوا خوږې ترانې زمزمه کېدې چی د ګډونوالو له خوا یې تود هرکلی وسو.

دجلسې امنیتي چاري د خانشین ولسوالۍ د استخباراتو دمدیر د ملګرو او د حوزې د مسؤل د ملګرو تر څار لاندي وې.

 

دجلسې په ورورستیو کی فارغ سوو کسانوته د فراغت اسناد ورکړل سوه او د ویاړ بګړۍ ور پر سر سوې.

 

نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۲۴ هـ ق