کندهار او بلخ کې د برېښنا د پوروړو او غیري قانونوي ګټه اخیستونکو د برېښنا مزي پرې شول

په کندهار او بلخ کې د برېښنا کارکوونکو د هغو پوروړو چې له ډېرې مودې راهیسې یې د برېښنا پیسې نه وې تحویل کړي او یا یې په غیري قانوني توګه له برېښنا ګټه اخیستله، د برېښنا مزي یې پرې او یاد کسان د قانون منګولو ته وسپارل شول. تېره شپه په کندهار ولایت کې […]

په کندهار او بلخ کې د برېښنا کارکوونکو د هغو پوروړو چې له ډېرې مودې راهیسې یې د برېښنا پیسې نه وې تحویل کړي او یا یې په غیري قانوني توګه له برېښنا ګټه اخیستله، د برېښنا مزي یې پرې او یاد کسان د قانون منګولو ته وسپارل شول.
تېره شپه په کندهار ولایت کې ۸۹۵ پایې باقیداره مېترونو مزي او د بلخ په مرکز مزار شریف کې هم ځینې ترو مزي چې د بعضو مغرضو کسانو له لورې تړل شوي و او په غیري قانوني توګه یې له برېښنا ګټه اخیستله د برېښنا مزي یې پرې شول او یاد کسان ونیول شول.
د افغانستان برېښنا شرکت د عمومي اجرائیوي رئیس د لارښوونې سره سم په ټول هېواد کې د برېښنا مسئولینو ته لارښوونه شوې چې د ترو مزو او برښنا پوروړو موضوع جدي ونیسي، د برېښنا مزي یې پرې کړې او سرغړوونکو سره قانوني چلند وکړي.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ په پلازمېنه کابل کې هم د کابل برېښنا مسؤلینو له ځینو سیمو لیدنه وکړه او ترو مزي یې پرې کړل