نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۵) د افغاني سرې میاشتې ټولنې نن په کندهار، او پکتیکا ولایتونو کې د مرستو د ویش ترڅنګ، څو روغتیایي ګرځنده ټیمونه ایجاد کړل. نن په کندهار کې افغاني سرې میاشتې ټولني (۳) دري نوي ایجاد شوي ګرځنده روغتیائي ټیمونو په فعالیت پیل وکړ. نوموړي ټیمونه د(CDC/&IFRC) لخوا حمایه کیږي چي دکندهار ولایت […]
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۵) د افغاني سرې میاشتې ټولنې نن په کندهار، او پکتیکا ولایتونو کې د مرستو د ویش ترڅنګ، څو روغتیایي ګرځنده ټیمونه ایجاد کړل. نن په کندهار کې افغاني سرې میاشتې ټولني (۳) دري نوي ایجاد شوي ګرځنده روغتیائي ټیمونو په فعالیت پیل وکړ. نوموړي ټیمونه د(CDC/&IFRC) لخوا حمایه کیږي چي دکندهار ولایت معروف ، نیش او ژیړی ولسواليو کې به فعالیت ترسره کوي.
په یوه بل خبر کې راغلي چې د افغاني سرې میاشتې له لورې د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې ۶۱۴ زلزله ځپلو کورنیو ته د کورونو د ترميم په موخه اته ويشت ميليونه شپږ لکه او دوه اويا ﺯره نغدي مرستې او ۱۸۴۲ تختی ژمنۍ کمپلې وویشل شوې. یادې ټولنې پر خپله تویتر پاڼه لیکلي: دې ۶۱۴ کورنیو ته په دریو کټګوریو کې نغدي مرستې وويشل شوې: لومړی کټګورۍ کې ۳۵۶ کورنیو ته ۸۰% قسط چې هرې کورنۍ ته په کې ۵۹۲۰۰ افغانۍ او درې کمپلې ورکړ شوی. دويمې کټګورۍ کې ۱۰۶ کورنیو ته ۸۰% قسط چې هرې کورنۍ ته په کې ۳۸۴۰۰ افغانۍ او درې کمپلې ورکړ شوی. دریمې کټګورۍ کې ۱۵۲ کورنیو ته ۸۰% قسط چې هرې کورنۍ ته په کې ۲۳۲۰۰ افغانۍ او درې کمپلې ورکړ شوی. د یادونې وړ ده چې یادو کورنیو ته به پاتې ۲۰% قسط نږدې راتلونکې کې وویشل شي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.