کندهار : ارغنداب کې یوتن ماشوم اوماشومه له انسان تښتونکي څخه وژغورل شول

محمداسماعیل د محمد ګل زوی، چي د اروزګان اوسېدونکی دی، کندهار ته یې دوه کوچنیان چي یو هلک او بل نجلۍ وه راتښتولي دي.   تر تښتولو وروسته یې غوښتل، چي هلک د کندهار په ارغنداب ولسوالي کي په چاقو سره حلال کړي، چي د حلالېدو په وخت کښي یې مجاهدینو چیغي او ږغ واورېدی […]

محمداسماعیل د محمد ګل زوی، چي د اروزګان اوسېدونکی دی، کندهار ته یې دوه کوچنیان چي یو هلک او بل نجلۍ وه راتښتولي دي.

 

تر تښتولو وروسته یې غوښتل، چي هلک د کندهار په ارغنداب ولسوالي کي په چاقو سره حلال کړي، چي د حلالېدو په وخت کښي یې مجاهدینو چیغي او ږغ واورېدی او ژر تر ژره یې ورته رسېدنه وکړه.

 

مسئولین وايي، یاد انسان تښتونکي غوښتل، یاد هلک د څټ لخوا حلال کړي، چي باړخو او پزه یې هم څه ناڅه ور پرې کړې وه او هم یې د څټ خوا یو څه ورپرې کړې ده، چي ژر تر ژره شفاخانې ته ورسول سو او اوس الحمدالله جوړ دی.

 

یاد هلک وايي چي انسان تښتونکی یې د خاله زوی دی او انسان تښتونکی هم په خپل جرم  اعتراف کړی