نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د شنبې په ورځ مخکي تر غرمې کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا ولایت مقام کي د اقتصادي چارو په برخه کي د مشورتي شورا سره ولیدل، چي پرمهال یې د افغانستان د سوداګرۍ خوني سرپرست حاجي محمدیوسف مهمند، د کندهار سوداګرۍ خوني رئیس حاجي نصرالله زهیر، د کندهار د ګمرک رئیس جارالله آغا او د […]
د شنبې په ورځ مخکي تر غرمې کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا ولایت مقام کي د اقتصادي چارو په برخه کي د مشورتي شورا سره ولیدل، چي پرمهال یې د افغانستان د سوداګرۍ خوني سرپرست حاجي محمدیوسف مهمند، د کندهار سوداګرۍ خوني رئیس حاجي نصرالله زهیر، د کندهار د ګمرک رئیس جارالله آغا او د ترانسپورټ رئیس ملا عبدالجبار حکمت حضور درلود.
د غونډي په پيل کي کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا لومړی د افغانستان د سوداګرۍ خوني سرپرست، د کندهار د سوداګرۍ خوني رئیس، د ګمرک او ترانسپورټ رئیسانو او د اقتصادي چارو په برخه کي د مشورتي شورا ټولو غړیو ته ښه راغلاست ووایه او په خپلو خبرو کي یې د سوداګرو او صنعتکارانو څخه مننه وکړه، چي د ا،ا،امارت په راتګ سره یې همدلته هیواد کي دننه خپلي سوداګرۍ او پانګي اچوني ته دوام ورکړی او له دوی څخه یې وغوښتل، ترڅو بهر ته تللي سوداګر او صنعتکاران هم راوبولي، چي په خبره یې همدلته په ډاډه زړه د هیواد او خلګو د پرمختګ لپاره سوداګري او صنعتکاري وکړي.
کندهار والي وویل، د نظام په روانوالي، د ټولني په پرمختګ او ولس ته د هوسا ژوند برابرولو برخه کي د ښې حکومتولۍ ترسره کولو ترڅنګ د سوداګرو سوداګري خورا مهم رول لري، چي په خبره یې کندهار کي یې د اقتصادي ستونزي لیري کېدو او د اقتصادي چارو د پیاوړتیا په موخه دا شورا جوړه کړه، چي د سوداګرۍ په برخه کي ټولو ستونزو ته ولایتي اداره ژر تر ژره رسېدهګي وکړي.
ښاغلي وفا د خپلو خبرو په وروستیو کي د اقتصادي چارو په موخه مشورتي شورا ته د ولایتي ادارې په استازیتوب د هر ډول همکاریو ډاډ وړاندي کړ.
وروسته د افغانستان د سوداګرۍ خوني سرپرست حاجي محمدیونس مهمند خوښي وښودله، چي د اقتصاد د پياوړتیا او په دې برخه کي د پرتو ستونزو لیري کېدو په موخه د ټول هیواد په کچه د لومړي ځل لپاره دا مشورتي شورا د کندهار والي له لوري جوړیږي او په خپلو خبرو کي یې وویل، د سوداګرۍ په برخه کي د ټولو ستونزو لیري کېدو کي باید دولت د شخصي سکتور پیاوړتیا ته ځانګړی پام ولري.
حاجي محمدیوسف مهمند زیاته کړه، ټول سوداګر له خپل هیواد سره ځانګړې مینه لري او هڅه یې داده، ترڅو د ا،ا،امارت سره څنګ په څنګ ودریږي او ټولني ته پرمختګ ورکړي او د خپلو خبرو په وروستیو کي یې پرټولو سوداګرو ږغ وکړ، چي د هیوادوالو ترڅنګ ودریږي او د سته امکاناتو څخه ګټه واخلي.
همدار راز اقتصادي چارو کي د مشورتي شورا ټولو غړیو په نوبت سره د سوداګرۍ، صنعت او ګڼو نورو برخو کي د پرتو ستونزو په اړه خبري وکړې، چي د کندهار والي په مشرۍ یې د حل په موخه یوشمېر پرېکړې هم وسوې.
شنبه: ۱۴۴۳/۵/۶
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.