کندهارښاروالۍ سږني پسرلي ته اماده ګي لري.

کندهار ښاروالۍ د روان ۱۴۰۱کال راتلونکي پسرلي ته پراخه اماده ګي لري،د ښار د ښایست او ښه سرسبزه کولو په موخه کندهار ښاروالۍ لاله وړاندي نوي ګلخانې جوړي کړي دي،چي پکښي ډول،ډول زینتي بوټي پکښي روزل کیږي چي دابه هم د کندهار ښاروالۍ لخوا د ښار د ښایسته کولو په عرصه کښي په ټولو ناحیو […]

کندهار ښاروالۍ د روان ۱۴۰۱کال راتلونکي پسرلي ته پراخه اماده ګي لري،د ښار د ښایست او ښه سرسبزه کولو په موخه کندهار ښاروالۍ لاله وړاندي نوي ګلخانې جوړي کړي دي،چي پکښي ډول،ډول زینتي بوټي پکښي روزل کیږي چي دابه هم د کندهار ښاروالۍ لخوا د ښار د ښایسته کولو په عرصه کښي په ټولو ناحیو کښي کښېنول سي،د ښار په هغه برخو کښي چي سږکال سرسبزۍ ته ضرورت لري،سرسبزه به سي او د ښار په عمومي پارکونو،جادو او واټونو کښي د سرسبزۍ لپاره ټینګه اماده ګي روانه ده،

که څه هم سږکال کندهار ښاروالۍ په زرګونو نوي موسمي نیالګي خریداري کوي او کښېنوي یې ولي دهغه بااوجود به د موجوده ګلخانو څخه هم استفاده وکړئ،یو بل نوښت چي سږکال یې د کندهار ښاروالۍ په پلان کي لري د ټولو هغه ښاریانو لپاره کوم چي غواړي د ښار په اړوندو برخوکښي په شخصي لګښت نیالګي کښېنوي د کندهار ښاروالۍ پلان جوړ کړی دی چي هغه نیالګي د هغه اشخاصو په نوم ثبت کړئ،ترڅو په دې سره نیالګیوته لا پاملرنه سوې وي.
همدا ډول کندهار ښاروالۍ مقام پر ټولو معززه ښاریانو ږغ کوي چي د ښار په سرسبزۍ او سمسورتیاکښي د ښاروالۍ سره همکاري وکړي نیالګي کښېنوي او پالنه یې وکړئ.