کندهار:معروف کې ۲۱ عسکرقتل ۹ وسائط یې ویجاړ۲موټراوګڼ مهمات یې ولجه شول

دمنصوري عملیاتوپه لړکې پرون غرمه ۱۲ بجې دکندهار ولایت دمعروف ولسوالۍ مرکزته څيرمه سمچک او ابیک په سیموکې دمزدوردښمن په هغه موټریزکاروان وسلوال بریدونه ترسره شول چې غوښتل یې دولسوالۍ محاصره مرکزته ځانونه ورسوي بریدونه چې پکې سپکې اودرنې وسلې وکارول شوي دماسخوتن تر۹ بجوپوري یې دوام وکړ دبریدونو په پایله کې ددښمن یوکامازموټر،۱ کرینک، […]

دمنصوري عملیاتوپه لړکې پرون غرمه ۱۲ بجې دکندهار ولایت دمعروف ولسوالۍ مرکزته څيرمه سمچک او ابیک په سیموکې دمزدوردښمن په هغه موټریزکاروان وسلوال بریدونه ترسره شول چې غوښتل یې دولسوالۍ محاصره مرکزته ځانونه ورسوي

بریدونه چې پکې سپکې اودرنې وسلې وکارول شوي دماسخوتن تر۹ بجوپوري یې دوام وکړ

دبریدونو په پایله کې ددښمن یوکامازموټر،۱ کرینک، ۴ شوبلې،۲رینجرموټر او یوبایفورموټرپه بشپړه توګه ویجاړ او وسوځول شول او د ۲۱ تنه وژل شویو عسکرو جسدونه دجګړې په ډګر پاتي شوي

همداراز له دښمن څخه ۲ رینجرموټر،یوه دهشکه، یو هاوان، یو کلاشینکوف ۱۰ زره مرمۍ  اوګڼ نورمهمات دمجاهدینو لاس ته ورغلل

وحشي دښمن په سیمه کې یوتن لس کلن ماشوم په دې جرم شهید کړی چې دوی ته یې لاره نه ورښوده

یاده قوه له تېرو ۸  ورځو راهیسي دمنان په سیمه کې دمجاهدینو ترمحاصرې لاندي وه

مجاهدینوته لله الحمد هیڅ نوع زیان نه دی اوښتی

۲۰۱۸/۴/۱۳