کندز کې د مچیو پالنې مسلک په وروستیو کلونو کې ډېر مینه وال ترلاسه کړي دي

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۵)يو شمېر هغه کسان چې په دغه ولايت کې د مچيو په پالنه بوخت دي له خپل کار څخه خوښي څرګندوي او وايي چې له دې کار څخه يې عوايد د قناعت وړ دي. په ورته وخت کې د دغه ولایت چارواکي د شاتو د تولید د زیاتوالي خبره کوي او وايي چې […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۵)يو شمېر هغه کسان چې په دغه ولايت کې د مچيو په پالنه بوخت دي له خپل کار څخه خوښي څرګندوي او وايي چې له دې کار څخه يې عوايد د قناعت وړ دي.
په ورته وخت کې د دغه ولایت چارواکي د شاتو د تولید د زیاتوالي خبره کوي او وايي چې په روان کال کې د شاتو ټول تولید څه باندې اتیا ټنه دی.
خو د کندز د کرنې ریاست په دغه ولایت کې د مچیو د پالونکو د ستونزو د حل لپاره د هڅو خبره کوي.
د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي امان الله حسن وايي، چې اوس مهال ۵۵۰ تنه د شاتو د ۹۵۰۰ کورنیو په پالنه بوخت دي او په روان کال کې یې شاوخوا ۸۰ ټنه شات تولید او بازار ته وړاندې کړي دي.