نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د کندز ولایت مرکز کې د ننه د زراعت پوسته، د ګل تېپې ځنځير، د زرخرید شاوخوا سیمې د مزدور دښمن له وجود څخه تصفیه شوې او د مجاهدینو لاسته لوېدلې دي. ښار ته نزدې د چهل دختران لویه سیمه چې هلته دښمن د عامو اولسي خلکو په کورونو کې سنګرونه جوړکړي ول او د […]
د کندز ولایت مرکز کې د ننه د زراعت پوسته، د ګل تېپې ځنځير، د زرخرید شاوخوا سیمې د مزدور دښمن له وجود څخه تصفیه شوې او د مجاهدینو لاسته لوېدلې دي.
ښار ته نزدې د چهل دختران لویه سیمه چې هلته دښمن د عامو اولسي خلکو په کورونو کې سنګرونه جوړکړي ول او د بالاحصار یوه دفاعي پوسته هم د مجاهدینو لاسته لوېدلي او دښمن ترې تښتېدلی دی.
دغه رنګه د مرکز اړوند ۴۰۰ بستریز روغتون او د کابل کندهار عمومي شاهراه هم د مجاهدینو تر حاکمیت لاندې راغلې.
دا په داسې حال کې ده چې مازدیګر په مرکز کې د دښمن غونډه د مجاهدینو د توبچي بریدونو تر وار لاندې راغلې ده، چې له کبله یې غونډه ګډه وډه دښمن ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یو بل راپور له مخې نن ماښام د ښار اوله حوزه او د کابل بندر هم په بشپړ ډول فتحه شوي، ګڼ شمېر مزدور عسکر وژل شوي، ۱ په ژوبل حالت کې نیول شوی دی.
له دښمن څخه ۲ رینجر، ۱ ثقیل، ۱ ایم ۱۶ ټوپک، ۱ کلاشنکوف او په لویه اندازه مهمات هم نیول شوي دي.
۰۷/۰۸/۲۰۲۱
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.