کندز: د شیرخان بندر عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۰) د کندز ولایت د ګمرک ریاست چارواکي وايي چې په تیرو پنځلسو میاشتو کې د دغه ریاست په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د شېرخان بندر د ګمرک رئيس وايي چې په تیرو ١٥ مياشتو کې د شېرخان بندر له لارې ١١٨١٨ لارۍډوله موټر لېږد رالېږد شوى، په […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۰) د کندز ولایت د ګمرک ریاست چارواکي وايي چې په تیرو پنځلسو میاشتو کې د دغه ریاست په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د شېرخان بندر د ګمرک رئيس وايي چې په تیرو ١٥ مياشتو کې د شېرخان بندر له لارې ١١٨١٨ لارۍډوله موټر لېږد رالېږد شوى، په داسې حال کې چې تیره اداره کې په ١٥ مياشتو کې له دې لارې شاوخوا ٩٤٠ بار وړونکي موټر لېږدول شوي، چې شاوخوا ۹۰ سلنه زیاتوالی ښیي.
د شېرخان بندر ګمرک چارواکي د عوايدو د زياتوالي لامل له فساد سره جدي مبارزه، ډاډمن امنيت او په دې برخه کې سوداګرو ته د لازمو اسانتياوو برابرول دي.