کندز: دښت ارچي کې پوسته فتحه، ۱۲ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

د الفتح عملیاتو په لړ کې پرون مجاهدینو د کندز ولایت مرکز اړوند خاکني سیمه کې د مزدور دښمن په پوسته دښمن ځپونکي عملیات ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې پوسته په مکمل ډول فتحه شوې او ۵ مزدور عسکر پکې وژل شوي دي. همداراز نن سهار مجاهدینو د کندز ولایت، دښت ارچي ولسوالۍ […]

د الفتح عملیاتو په لړ کې پرون مجاهدینو د کندز ولایت مرکز اړوند خاکني سیمه کې د مزدور دښمن په پوسته دښمن ځپونکي عملیات ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې پوسته په مکمل ډول فتحه شوې او ۵ مزدور عسکر پکې وژل شوي دي.

همداراز نن سهار مجاهدینو د کندز ولایت، دښت ارچي ولسوالۍ کې د حامد اغا په پوسته د دوربین لرونکي ټوپک په مټ برید کې هم مجاهدینو ۱ مزدور عسکر وژلی دی.

له بلې خوا د ګل تېپې ولسوالۍ ابدان دښته کې د نورک په نوم د مزدورو اربکیانو په قومندان برید شوی او له ۲ ساتونکو سره یو ځای وژل شوی دی. وروسته سیمې ته راغلي کومکي ګوډاګیان هم د مجاهدینو له برید سره مخ شوي، چې له کبله یې ۱ عسکر وژل شوی او ۲ نور ژوبل شوي دي. نښته د مزدور دښمن په تېښته سره پای ته رسېدلې ده.

‏2021‏/4‏/10