نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
په دښمن باندې له مکرر او کارنده ګوزارونو څخه وروسته الحمدلله د کندز ولایت مرکز، (د ولایت مقام، قومندانۍ، محبس، استخبارات، بالاحصار، ټول ښار او ملحقات) په ټولیزه توګه فتحه شول. همدا ډول د سرپل ولایت مرکز، ټول ښار، ټولې دولتي ودانۍ او ملحقات هم د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا فتح شول. په دواړو […]
په دښمن باندې له مکرر او کارنده ګوزارونو څخه وروسته الحمدلله د کندز ولایت مرکز، (د ولایت مقام، قومندانۍ، محبس، استخبارات، بالاحصار، ټول ښار او ملحقات) په ټولیزه توګه فتحه شول. همدا ډول د سرپل ولایت مرکز، ټول ښار، ټولې دولتي ودانۍ او ملحقات هم د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا فتح شول. په دواړو ولایتونو کې له دښمن څخه زرګونه میله سپکه او درنه وسله، خورا ډير نظامي وسائط، وسائل او مهمات د مجاهدینو لاسته ورغلي دي. په کندز او سرپل کې د باقې پاتې دښمن پسې تعقیبي عملیات روان دي، که چیرې يې عسکر او پولیس او نورو چارواکي له جګړې لاس وانخلي نو له منځه به یوړل شي. اسلامي امارت په ټولو ولایتونو کې د کابل اداې په چارواکو او جنګیدونکو عسکرو یوځل بیا اتمام حجت او غږ کوي چې نور له بې ځایه جګړې لاس واخلي، زموږ غیږه يې پرمخ خلاصه ده، ټولو ته پنا ورکولی شو. له بلې خوا دښمن پروپاګند کوي چې امریکايانو د دوی په طرفدارۍ بمباري پیل کړی او ګنې مجاهدینوته يې زیانونه رسولي چې حقیقت نه لري. د امریکا او د کابل ادارې د الوتکو لخوا د ملکي خلکو، ملکي ځایونو په وړاندې وحشیانه بمبارونه کیږي، خو الحمدلله اثر ګذار نه دي او مجاهدینوته يې تر اوسه کوم د ملاحظې وړ تلفات نه دي اړولي، ځکه مجاهدین د دښمن له هوايي بریدونو سره کامل مهارت لري او ځان ترې ساتلی شي. ان شاءالله وما ذالک علی الله بعزیز
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی ۲۹/۱۲/۱۴۴۲هـ ق ۱۷/۵/۱۴۰۰هـ ش ــ ۲۰۲۱/۸/۷م
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.