کندز او زرنج کې پر ماشومانو ژمني کیټونه وویشل شول

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۶) د کندز او نیمروز ولایت چارواکي وایي، چې یادو ولایتونو کې پر ماشومانو ژمني کیټونه ویشل شوي دي. دکندز ولايت په چهاردرې، علي آباد، اقتاش، کلباد او ګلتپې ولسواليو کې ADWSO مؤسسې لخوا پر ۲۵۰ اړمنو او له خطر سره مخامخ ماشومانو ته ژمني کیټونه وویشل شول چې مخکې د دې […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۶) د کندز او نیمروز ولایت چارواکي وایي، چې یادو ولایتونو کې پر ماشومانو ژمني کیټونه ویشل شوي دي.

دکندز ولايت په چهاردرې، علي آباد، اقتاش، کلباد او ګلتپې ولسواليو کې ADWSO مؤسسې لخوا پر ۲۵۰ اړمنو او له خطر سره مخامخ ماشومانو ته ژمني کیټونه وویشل شول چې مخکې د دې موسسې د ټولنیزو کارکوونکو له خوا سروې شوي وو.
د يادونې وړ ده چې تېره ورځ هم د دغه ولايت د خان اباد، امام صاحب او دشت ارچي ولسواليو په بېلابېلو کليو کې پر ۱۵۰ کورنيو د بې وزلو او يتيمانو د اړتياوو د پوره کولو په موخه یادې مرستې وېشل شوې وې.

بلخوا بیا د نیمروز ولایت د کار او ټولنيزو چارو رياست د ټولنيزو چارو آمر حافظ مولوي فضل احمد “شهيدزاده رسنیو ته ویلي چې ، په زرنج ښار کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې  له خوا د  يتيمانو او بې وزلو ماشومانو سره ۲۰ د ژمنې کڅوړې مرسته وسوه.

نوموړي ویلي چې پهه یادې کڅوړي کې، جاکټ، خولۍ او زیر پوښ شامل دي.