کندز: امام صاحب ولسوالۍ کې ۲ ټانکونه ویجاړ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

تېره شپه مجاهدینو د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ اړوند بابوس ښارګوټي ته په راغلو ګوډاګیانو باندې ځپونکي بریدونه ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې د دښمن ۲ ټانکونه ویجاړ، د عملیاتي قوې د قومندان او یو بل اربکي قومندان په ګډون ۵ اربکیان او ګڼ عسکر مړه او ژوبل شوي دي. همداراز پرون […]

تېره شپه مجاهدینو د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ اړوند بابوس ښارګوټي ته په راغلو ګوډاګیانو باندې ځپونکي بریدونه ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې د دښمن ۲ ټانکونه ویجاړ، د عملیاتي قوې د قومندان او یو بل اربکي قومندان په ګډون ۵ اربکیان او ګڼ عسکر مړه او ژوبل شوي دي.

همداراز پرون ماښام د خان اباد ولسوالۍ اړوند چهارتوت سیمه کې مجاهدینو د دوربین لرونکي ټوپک په مټ بریدونو کې ۲ اربکیان ژوبل کړي دي.

‏۰۴‏/۰۶‏/۲۰۲۱