کاپیسا: په کوهبند ولسوالۍ کې د یوه سړک د بیارغولو چارې دوام لري

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۳) د کاپیسا ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست نظارتي او تخنیکي ټیم د یاد ولایت د کوهبند ولسوالۍ په شاه ممدد خیل کلي کې د اوبو کانال محافظوي دیوال د جوړولو او ملیکر کلي د (۳،۴) کیلو متره سړک د ترمیم او جغل اچولو څخه نظارت ترسره کړ. د […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۳) د کاپیسا ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست نظارتي او تخنیکي ټیم د یاد ولایت د کوهبند ولسوالۍ په شاه ممدد خیل کلي کې د اوبو کانال محافظوي دیوال د جوړولو او ملیکر کلي د (۳،۴) کیلو متره سړک د ترمیم او جغل اچولو څخه نظارت ترسره کړ. د سړک پروژه د (۳،۴) کیلو مترو په اوږدوالي او د (۴۰) مترو په اوږدوالي د استنادي دیوال د جوړولو چارې د کاپیسا ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ او همغږۍ، د (U N D P) دفتر په مالي مرسته او د پاملرنې مؤسسې له خوا پلي کیږي. د یادونې وړ ده چې د یادې پروژې د کار په جریان کې د نوموړو کلیو ۷۰ اوسیدونکو ته (۲۸۰۰) ورځې کاري فرصتونه رامنځته شوي او د یادې پروژې په بشپړیدو سره به د (۱۰۸۰) کورنیو د اوبو د کانال د ساتنې او ترانسپورتي ستونزې هوارې شي.