د زابل ولایت اړوند عریضه نویسانو سره د عدلیی ریاست د همغږی ناسته .

  غونډه د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه ورپسی د عدلیی ریاست رئیس محترم مولوی عبدالوارث «خلیل» خپله هراړخیزه وینا وکړه اود عریضه نویسانو لپاره یی لازمی او اړینی سپارښتنی وکړی چی په لاندی ډول تری یادونه کولای شو. پریکړه وشوه وروسته لدی به په عریضه کی د […]

 

غونډه د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه ورپسی د عدلیی ریاست رئیس محترم مولوی عبدالوارث «خلیل» خپله هراړخیزه وینا وکړه اود عریضه نویسانو لپاره یی لازمی او اړینی سپارښتنی وکړی چی په لاندی ډول تری یادونه کولای شو.

  1. پریکړه وشوه وروسته لدی به په عریضه کی د معروض او معروض علیه شهرت په مکمل ډول لیکل کیږی .
  2. هغه ځمکی چی د خلکو پری جنجال وی د هغه څلور خواوی ( حدود اربعه) باید په مکمل او واضیح ډول ولیکل شی.
  3. عریضه نویس باید خپل شهرت په مکمل ډول په عریضه کی ولیکی.
  4. په عریضه کی باید املاء او انشاء په نظر کی ونیول شی.
  5. ټول عریضه نویسان مسؤل او مکلف دی تر څو عرایض چی په هره اداره پوری اړه لری همغه اداری ته ولیکی ترڅو په اداراتو کی دبیروبار څخه مخنیوی وشی او هم خلک سرګردانه نشی.
  6. هغه کسان چی جواز نلری باید خپل جواز تمدید او یا نوی ترلاسه کړی د جواز نلرونکی عریضه نویس سره به قانونی چلند ترسره شی.
  7. د عرایضو د حق الثبت په اړوند باید خلک وپوهول شی چی حق الثبت شخصی جیب ته نه ځی بلکه د دولت عوایدو ته جمعه کیږی.
  8. عرایض باید کاپی نه وی که څوک په کاپی عریضه ګیر شول قانونی چلند به ورسره وشی.
  9. په یوه عریضه کی باید دوه مختلف موضوعات ذکر نشی مثلآ قرض او د یو شخص وهل او ډبول.

په پورته ذکر شوو مواردو د ټولو ګډونوالو لخوا توافق وشو چی وروسته لدی به په عرایضو کی ذکرشوی موارد اصلاح او مراعات کړی او هم یی داکار د خلکو لپاره هوسایی او په کارونو کی د چټکتیا سبب یاد کړل.