کابل: ګلدره کې د جاسوسي شبکې غړی له مجاهدینو سره یو ځای شو

د حقیقتونود درک په نتېجه له مزدوري ادارې د افرادو د تېښتي په دوام پرون د ادم خان ولد ګل رحمن په نوم د ګلدرې ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی چې د کابل ولایت زړو مکروریانو کې یې د جاسوسي شبکې د غړي په توګه دنده ترسره کوله، د دعوت او ارشاد کمیسیون د مسؤلینو او […]

د حقیقتونود درک په نتېجه له مزدوري ادارې د افرادو د تېښتي په دوام پرون د ادم خان ولد ګل رحمن په نوم د ګلدرې ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی چې د کابل ولایت زړو مکروریانو کې یې د جاسوسي شبکې د غړي په توګه دنده ترسره کوله، د دعوت او ارشاد کمیسیون د مسؤلینو او سیمه ییزو مجاهدینو په ګډ زیار له مزدوري ادارې څخه را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شو.

نوموړي په خپلو تېرو کړنو پښېماني څرګنده کړې او د راتلونکي لپاره یې مجاهدینو ته کلکه وعده ورکړې چې د کابل رژیم ته به نه ورځي او بیابه د خپل ملت په وړاندې د مخالفت سنګر نه نیسي.

‏۰۲‏/۰۵‏/۲۰۲۱