نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره ٢۸ ذیالحِجّة ۱۴۴۴ کورنیو تولیداتو ته د بازار موندنې په موخه د امام ابوحنیفه دویم ملي او نړیوال نندارتون د افغانستان د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو په شتون سره په کابل کې د افغانستان د نړیوال نندارتون په انګړ کې پرانیستل شو. په دغه نندارتون کې د افغانستان د اسلامي امارت د […]
الاماره ٢۸ ذیالحِجّة ۱۴۴۴ کورنیو تولیداتو ته د بازار موندنې په موخه د امام ابوحنیفه دویم ملي او نړیوال نندارتون د افغانستان د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو په شتون سره په کابل کې د افغانستان د نړیوال نندارتون په انګړ کې پرانیستل شو. په دغه نندارتون کې د افغانستان د اسلامي امارت د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري، د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نورالدین عزیزي، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د یوشمېر وزارتونو مرستیالانو، د دولتي ادارو رئیسانو، د پانګونې د بنسټونو مسوولینو، سوداګران او د پاکستان، ایران، ترکیې او ازبکستان استازو ګډون او ویناوې وکړې. د دغه نندارتون په پرانیست غونډه کې ویناوالو د کرنې، مالدارۍ، صنعت، سوداګرۍ او په دغو برخو کې د کورنیو تولیداتو او پانګونې د ملاتړ په موخه د افغانستان د ارزښت په اړه خبرې وکړې. د افغانستان د اسلامي امارت د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر له ایران سره د هېواد د اقتصاد د لوړولو په برخه کې د نظام د مشرتابه د ژمنو په اړه خبرې وکړې او دا ډول نندارتونونه یې د تولیدونکو، صنعتکارانو، پانګوالو او خلکو ترمنځ د ښو اړیکو د برابرولو او کورنیو تولیداتو ته د بازارموندنې په پآر ښه فرصت وباله. په ورته وخت کې د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو او دغه راز د پانګونې په اړه خپل نظر شریک کړ: «صنعت، سوداګرۍ، کرنه، پآنګونه او سوداګر په یوه زنځير کې دي، که په اتفاق سره کار وکړو، ښه پرمختګ به وکړو، افغانستان د کرنې او مالدارۍ لپاره غوره فرصتونه لري، الله تعالی زموږ هېواد ته ډېر نعمتونه ورکړي دي، موږ باید ترې ګټه واخلو، خاوره او اوبه دوه لوی نعمتونه دي، کروندګر کرنیز توکي چمتو کوي، سرمایه دار او سوداګر یې باید په ښه توګه وپلوري، کرنیز، بڼوالۍ او مالدارۍ محصولات باید له افغانستان څخه بهر ته صادر شي او په بدل کې یې پیسې راشي، دا د سوداګرو او پانګوالو کار دی، موږ هڅه کوو چې دودیزه کرنه په عصري کرنه بدله کړو، موږ ټول د بزګر د کورنۍ پر وړاندې مسؤلیت لرو، سږ کال مو په دغو درېیو سکتورونو کې ۳۵ سلنه پرمختګ کړی، موږ وکولای شو د خپلو ځنګلونو ساتنه وکړو، زرګونه جریبه ځمکه مو خلکو ته د کار لپاره په اجاره ورکړې، د جلغوزیو او پستې د ځنګلونو د حاصلاتو راټولولو چارې په ښه توګه مدیریت شوي او لا هم کار روان دی. د کرنې وزیر د افغانستان د خراب اقتصادي وضعیت په اړه د بهرنیانو منفي تبلیغاتو ته په اشارې سره وویل چې افغانستان د پخوا په پرتله په ښه اقتصادي وضعیت کې دی: «موږ په ډېرو برخو کې لاسته راوړنې لرو، د امارت امنیت، خپلواکي، سوله او سالم مدیریت په نړۍ کې بې سارې دی، د افغانستان په تاریخ کې داسې سوله او ارامي نه ده لیدل شوې، موږ باید له دې فرصته ګټه پورته کړو، موږ شتمنو او پانګوالو ته بلنه ورکوو چې راشي موږ د کار زمینه ورته برابروو دوی دې کار وکړي.» وربسې د ترکیې او پاکستان استازو خبرې وکړې او د خپلو سوداګرو او پانګوالو چمتووالی یې اعلان کړ چې په زیربنایي سکتورونو لکه برېښنا، کرنې، انرژۍ کې پانګونه وکړي. د افغانستان نړیوال نندارتون کورنیو تولیداتو ته د بازار موندنې، له پانګوالو د ملاتړ، د ملي او نړیوالو سوداګرو او صنعتکارانو ترمنځ د اړیکو د برابرولو او له کورنیو تولیداتو او محصولاتو سره د خلکو د پېژندګلوۍ په موخه د چنګاښ میاشتې له ۲۵مې تر ۳۱مې نېټې پورې په لاره اچول شوی دی. په دغه نندارتون کې صنعتي او کرنيزتولیدات، ودانیزې، معدني، لاسي صنايع، طبي وسايل، درمل، غالۍ، شات، زعفران او نور کورني توليدات نندارې ته اېښودل شوي دي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.