کابل ښار کې ۴۰۰ لاسپیکر د آذان لپاره نصب شول

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۸) د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت له لوري په ټول کابل ښار کې له ۴۰۰ لاسپیکرونو څخه په یو وخت اذان خپریږي چې په ټول ښار کې په یو وخت کې به آذان اوریدل کیږي. اذان چې د لمانځه لپاره یو اعلام دی د همدې لپاره وزارت هڅه […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۸) د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت له لوري په ټول کابل ښار کې له ۴۰۰ لاسپیکرونو څخه په یو وخت اذان خپریږي چې په ټول ښار کې په یو وخت کې به آذان اوریدل کیږي.

اذان چې د لمانځه لپاره یو اعلام دی د همدې لپاره وزارت هڅه کوي تر څو خلکو ته د لمانځه د داخلیدلو وخت څخه خبر او سهولت ورته ایجاد شي.

یاد لاسپیکرونه د کابل په مختلفو سیمو کې لګول شوي او د وخت په داخلیدلو سره ترې آذان خپریږي چې هيوادوال کولی شي د لمانځه د داخلیدلو وخت ورته معلوم شي.

د یادونې وړ دی چې تر دې وړاندې د تیرې ادارې پر مهال آن له ځینو جوماتونو څخه لاسپیکر لرې شوي و او هغه څه چې د شریعت یو حکم دی خلک یې له اوریدلو څخه بې برخې و.