نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۴) د سوالګرو راټولولو کمېټې مسؤلین وایي چې د یادې کمیټې له لوري د روان ۱۴۰۱ لمریز کال د عقرب میاشتې تر ۷مې نېټې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو ۱۴۳۹۳سوالګر راټول شوي دي. چارواکي وایي چې د راټولو شویو سوالګرو له جملې ۹۱۵۴ ښځینه دي چې تر ارزونې وروسته یې ۳۳۸۶مستحقې […]
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۴) د سوالګرو راټولولو کمېټې مسؤلین وایي چې د یادې کمیټې له لوري د روان ۱۴۰۱ لمریز کال د عقرب میاشتې تر ۷مې نېټې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو ۱۴۳۹۳سوالګر راټول شوي دي. چارواکي وایي چې د راټولو شویو سوالګرو له جملې ۹۱۵۴ ښځینه دي چې تر ارزونې وروسته یې ۳۳۸۶مستحقې او ۵۷۶۸بیا حرفوي سوالګرې پېژندل شوې دي.
دوی زیاتوي چې په دې برخه ۱۳۲۸نور نارینه دي چې تر ارزونې وروسته یې ۴۸۰مستحق ګڼل شوي او ۸۴۸بیا حرفوي سوالګر دي. په راټولو شویو ۱۴۳۹۳سوالګرو کې ۳۹۱۱ ماشومان دي چې له ډلې یې ۱۷۵۲مستحق، ۲۱۰۳حرفوي او ۵۶ بیا بې سرپرسته ماشومان دي. د اقتصادي کمیسیون د پریکړې له مخې، بې سرپرسته سوالګر ماشومان له بایومیټریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري روزنتون ته داخلېږي او هلته ورته پر اعاشې سربېره د زده کړو او تعلیم زمینه برابرېږي. له مستحقو سوالګرو سره د افغانستان اسلامي امارت له لوري دوامداره نغده مرسته کیږي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.