کابل ښار کې؛ د چهاردهي‌ څلی جوړ او پرانیستل شو

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۹) د شپږمې ناحیې اړوند د پل سوخته – دارالامان سړک په اوږدو کې چهاردهي څلی چې، په وروستیو کې د یادې سیمې د اوسیدونکو له خوا په معیاري او ښکلي توګه جوړ شوی، د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور له خوا ، په داسې […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۹) د شپږمې ناحیې اړوند د پل سوخته – دارالامان سړک په اوږدو کې چهاردهي څلی چې، په وروستیو کې د یادې سیمې د اوسیدونکو له خوا په معیاري او ښکلي توګه جوړ شوی، د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور له خوا ، په داسې حال کې چې د چهاردهي سیمې کڼ شمیر اوسېدونکي هم حاضر وو، پرانیستل شو.
په هغو مراسمو کې چې له همدې امله جوړ شوي وو، د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال د خپلو خبرو په ترڅ کې، دا اقدام وستایه او ویې ویل چې کابل ښاروالي د کلتوري او تاریخي ارزښتونو ساتلو ته ژمنتیا لري او په دې برخه کې یې یو شمیر پروګرامونه پلي کړي دي.
په یادو مراسمو کې یوشمیر ګډونوالو په وار سره د افغاني اصیل او اسلامي کلتور د ارزښت په اړه خبرې وکړې او د چهاردهي د خلکو دا کار یې وستایه چې، د څلي لپاره یې ځمکه ځانګړې کړې او دا یې د ښاري ښکلا په برخه کې غوره ګام وباله.
د یادونې وړ ده چې د یاد څلي ځمکه او لګښت د چهاردهي سیمې اوسېدونکو ورکړی او د کابل ښاروالۍ تر مدیریت لاندې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.