نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۷) د پانګه اچونې د ودې او له ملي تولیداتو څخه د ملاتړ په موخه د امام ابو حنیفه “رح” تر نامه لاندې ملي او نړیوال نندارتون د رئیس الوزرا د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د حکومت د نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو، او د نړیوالو او ملي متشبیثینو په ګډون پرانیستل […]
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۷) د پانګه اچونې د ودې او له ملي تولیداتو څخه د ملاتړ په موخه د امام ابو حنیفه “رح” تر نامه لاندې ملي او نړیوال نندارتون د رئیس الوزرا د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د حکومت د نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو، او د نړیوالو او ملي متشبیثینو په ګډون پرانیستل شو،چې د کابل ښاروالۍ په نماينده ګۍ په کې د يادې ادارې د مالي او اداري چارو مرستيال مولوي سید عصمت الله عاصم ګډون کړی ؤ. یاد نندارتون د پانګه اچونې او صنعت د ودې په موخه په لاره اچول شوی دی، چې له امله به یې د دولتي ادارو او خصوصي سکټور ترمنځ همکاري پیاوړې شي او د دې ترڅنګ به د ودانیزو پروژو په پلي کولو، تولیداتو، ماشینرۍ او د ودانیزو توکو په برخو کې د خصوصي سکټور وړتیا ښکاره شي. کابل ښاروالي هڅه کوي، څو د ودانیزو پروژو په پلي کولو کې له خپلو داخلي تولیداتو څخه ګټه پورته کړي. په یاد نندارتون کې د داخلي او نړیوال صنعت له تولیداتو څخه (۷۰۰) غرفې نندارې ته وړاندې شوې دي، چې یوه یې د کابل ښاروالۍ اړوند ده او په هغه کې د کابل ښاروالۍ د تیږو د تولید فابریکې تیږه، د فعالیتونو په اړه اشتهارات او یو شمېر نور توکي نندارې ته وړاندې شوي دي. د داخلي او نړیوال خصوصي سکټور د فعالیتونو لپاره په فرصت برابرولو سره کولای شو د ټولګټو او زیربنایي پروژو په پلي کولو کې د دوی غوره رول و ارزوو.
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.