نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۷) له تخنیکي او فني مطالعاتو وروسته، د کابل ښاروالۍ له لوري په معیاري توګه د شهرنو پارک په بیارغونه کار پیل شو. په پام کې ده چې دغه پارک به له بیا رغولو وروسته دښاریانو لپاره په یوه غوره او خوندي تفریحي ځای بدل شي. د شهرنو پارک د بیارغونې په دې […]
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۷) له تخنیکي او فني مطالعاتو وروسته، د کابل ښاروالۍ له لوري په معیاري توګه د شهرنو پارک په بیارغونه کار پیل شو. په پام کې ده چې دغه پارک به له بیا رغولو وروسته دښاریانو لپاره په یوه غوره او خوندي تفریحي ځای بدل شي. د شهرنو پارک د بیارغونې په دې پروژه کې، د زرغونو سیمو پراختیا، د خړوب سیسټم منظم کول، د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له تیږو څخه په ګټه اخیستنه د پلو لارو جوړول، تیپیک کانتین جوړول، د لوبغالي جوړول، د ښکلا فوارې جوړول، د اوږدو څوکیو او تفریحي وسایلو نصب، معیاري کټارې او د ښکلو ګلدانونو جوړول شامل دي. د شهرنو پارک ( ۹۲۳۴۸) متر مربع پراخوالی لري او په څلورمې ناحیې پورې اړوند د کابل ښار له مهمو پارکونو څخه شمېرل کیږي. څه موده وړاندې هم د کابل ښاروالۍ له لوري د یاد پارک د زرغونتیا ډیرولو په موخه ډیر شمېر میوه لرونکي او غیر میوه لرونکي نیالګي کینول شوي وو. د تاسیساتو د بیارغونې چارو پیل کېدو سربېره، د شهرنو پارک زرغونتیا ته هم پاملرنه شوې ده. د یاد پارک ډیری تاسیسات مخکې د یو شمېر بې مسئولیته ښاریانو له لوري ویجاړ شوي چې له امله ېې دغه پارک په مخدره توکو د روږدو کسانو لپاره په یوه خوندي سیمه بدل شوی وو. اوس مهال دا پارک له روږدو او کوڅه ډبو کسانو پاک شوی او د کابل ښاروالۍ د مشرتابه په هڅو به په معیاري توګه بیا ورغول شي چې کابل ښاریان به ډیر ژر په دې پارک کې د غوره بدلونونو شاهدان و اوسي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.