نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۳)د کابل ښاروالۍ د چاپیریالي روغتیا او چاپیریال ساتنې ریاست کارکوونکو په دریمه او څلورمه ناحیه کې په لوړ پوړیزو ودانیو کې د لوګي د تصفیې فلټر د نصب له څرنګوالي څخه څارنه وکړه. په لوړپوړیزو ودانیو کې د لوګي د تصفیې فلټر د نصب له څرنګوالي او لښتیو ته د فاضلاب […]
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۳)د کابل ښاروالۍ د چاپیریالي روغتیا او چاپیریال ساتنې ریاست کارکوونکو په دریمه او څلورمه ناحیه کې په لوړ پوړیزو ودانیو کې د لوګي د تصفیې فلټر د نصب له څرنګوالي څخه څارنه وکړه. په لوړپوړیزو ودانیو کې د لوګي د تصفیې فلټر د نصب له څرنګوالي او لښتیو ته د فاضلاب راګرځولو له برخو د چاپیریالي روغتیا او چاپیریال ساتنې ریاست له خوا په دوامداره توګه څارنې دوام لري. یاد ریاست پلان لري، چې په ټولو ودانیو، روغتونونو، ښارګوټو، لوړ پوړیزو سوداګریزو ودانیو او نورو ځایونو کې د لوګي د تصفیې فلټر له نصب څارنه وکړي او له سرغړونکو سره به جدي قانوني چلند کیږي. د مرکز ګرمۍ سیسټم د فعال کېدو پر مهال د لوګي د تصفیې فلټر نصب ضروري دی او دغه راز هیڅ یوه ودانۍ حق نه لري چې، د خپلې ودانۍ فاضلاب د اوبو لښتیو ته راوګرځوي اوهغه باید هغو څاګانو ته چې، جذب ونه لري ور وګرځوي.
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.