کابل ښار؛ پل سوخته سیمه د شپې لخوا د څراغونو په واسطه روښانه شوه

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۷) د ښاري ښکلا رامنځته کولو او ښاریانو ته د شپې لخوا د آسانتیاو رامنځته کولو په موخه، پل سوخته سیمه د روښنایۍ څراغونو په نصبولو سره روښانه شوه. په وروستیو کې د کابل ښاروالۍ د مشر تابه او کارکوونکو په هلو ځلو، د پل سوخته په سیمه کې د پام وړ بدلون […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۷) د ښاري ښکلا رامنځته کولو او ښاریانو ته د شپې لخوا د آسانتیاو رامنځته کولو په موخه، پل سوخته سیمه د روښنایۍ څراغونو په نصبولو سره روښانه شوه.
په وروستیو کې د کابل ښاروالۍ د مشر تابه او کارکوونکو په هلو ځلو، د پل سوخته په سیمه کې د پام وړ بدلون راغلی دی.
په دې سیمه کې د ښاري ښکلا پروګرامونه روان دي، څو په یوه نمونوي او خوندي ښاري سیمه بدله شي.