کابل ښار؛ د (۲۵۸۴) متر مربع سیمې د زرغونتیا چارې پېل شوې

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲) د کابل ښار پنځه لسمې ناحیې اړوند پروان هوټل ته مخامخ د (۲۵۸۴) متر مربع سیمې د زرغونتیا چارې، په داسې حال کې چې، د پنځه لسمې ناحیې رئیس عبدالبصیر خلیلي او د زرغونتیا ریاست مرستیال سراج الدین پټان هم حاضر وو، پېل شوې. د پنځه لسمې ناحیې رئیس په دې اړه […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲)

د کابل ښار پنځه لسمې ناحیې اړوند پروان هوټل ته مخامخ د (۲۵۸۴) متر مربع سیمې د زرغونتیا چارې، په داسې حال کې چې، د پنځه لسمې ناحیې رئیس عبدالبصیر خلیلي او د زرغونتیا ریاست مرستیال سراج الدین پټان هم حاضر وو، پېل شوې.
د پنځه لسمې ناحیې رئیس په دې اړه وویل: دغه سیمه چې پخوا غصب شوې وه، د غیر قانوني او خپلسرو تاسیساتو له شتون څخه ترپاکیدو وروسته یې د رغولو او زرغونتیا چارې پېل شوې دي.
همدا راز د زرغونتیا ریاست مرستیال وویل چې، په دې سیمه کې د راز راز نیالګیو له کېنولو سربېره، چمن هم کرل کیږي تر څو په یوې ښکلې زرغونې سیمې بدله او د احاطې او کټارو د نصبولو چارې به یې هم ډېر ژر پېل شي.
شنې سیمې، عامه ملکیت دی او هیڅ حکمي او حقیقي شخص ته به اجازه ورنکړل شي چې ناوړه ګټه ترې واخلي.