کابل: چهاراسیاب او موسهي کې د ګوډاګي دښمن په مرکزونو بریدونه ترسره شول

له کابل ولایت نه په رارسیدلي خبرکې ویل شوي، تیرماسختن شاوخوا ۹ بجې د یاد ولایت چهاراسیاب ولسوالۍاړوند دشت سقاوي سیمه کې د مزدورو عسکرو په مرکز د اسلامي امارت مجاهدینو توغندیز بریدترسره کړ. دغه راز پرون مازدیګر شاوخوا ۵ بجې د  نوموړي ولایت په موسهي ولسوالۍ کې هم د مزدور دښمن د کټه سنګ […]

له کابل ولایت نه په رارسیدلي خبرکې ویل شوي، تیرماسختن شاوخوا ۹ بجې د یاد ولایت چهاراسیاب ولسوالۍاړوند دشت سقاوي سیمه کې د مزدورو عسکرو په مرکز د اسلامي امارت مجاهدینو توغندیز بریدترسره کړ.

دغه راز پرون مازدیګر شاوخوا ۵ بجې د  نوموړي ولایت په موسهي ولسوالۍ کې هم د مزدور دښمن د کټه سنګ پوسته د مجاهدینو تربریدلاندي راغله.

چهاراسیاب او موسهي  کابل ښار ته څیرمه مهمي او استراتیژیکي ولسوالۍ دی،چې نژدې هره ورځ  په مزدور دښمن  دمجاهدینو له لوري چاودني او بریدونه ترسره کیږي .

د ترلاسه شوي خبرکې په اساس په دواړو بریدونو کې دښمن دروند ځاني اومالي زیان ورسید، خو دقیق ارقام یې تردې دمه نه دي څرګندشوي.

2017/8/21