کابل: د هوايي ډګر په شمالي برخه کې د وزیرآباد کانال د پاکولو چارې پیل شوې

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۱) د یوه لوی تنظیفي حشر په ترڅ کې د هوايي ډګر په شمالي برخه کې، له کورنیو چارو وزارت څخه تر قصبې پورې د څلور کیلو متره په اوږدوالي د وزیرآباد کانال د پاکولو چارې پیل شوې. د یو شمیر بې مسوولیته ښاریانو له خوا په یاد کانال کې د کثافاتو اچول […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۱) د یوه لوی تنظیفي حشر په ترڅ کې د هوايي ډګر په شمالي برخه کې، له کورنیو چارو وزارت څخه تر قصبې پورې د څلور کیلو متره په اوږدوالي د وزیرآباد کانال د پاکولو چارې پیل شوې.
د یو شمیر بې مسوولیته ښاریانو له خوا په یاد کانال کې د کثافاتو اچول او د فاضلاب راګرځول، د دې لامل شوی څو یاد کانال بند او د بېرته پاکولو په موخه یې د کابل ښاروالۍ ډیري برخه بشري او ماشینري ځواک دلته مصروف وساتل شي. د یاد کانال د پاکولو په حشر کې له زر تنو ډیر کارکوونکي او سلګونه تنظیفي وسایل ګمارل شوي دي، څو کثافات له کانال څخه تر اېستلو وروسته له ښار څخه د باندې د ګزک سیمې ته ولیږدوي.
تېر کال هم یاد کانال د دریم پروان له څلورلارې څخه د هوايي ډګر تر شمالي سیمې پورې د( ۷ )کیلو مترو په اوږدوالي په بنسټیزه توګه له کثافاتو څخه پاک شوی وو.
د وزیر آباد کانال د دریم پروان له سیمې څخه تر تره خیلو تنګي پورې ( ۱۴ ) کیلو متره اوږدوالی لري او د ( لسمې، یولسمې، اوولسمې، پنځلسمې، څلورمې او دویمې) ناحیو د ځمکې سر ډیره برخه اوبه لیږدوي.