نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د پنجشنبې په ورځ سهار ولایت مقام کښي د مرستیال والي مولوي حیات الله مبارک په مشرۍ د اداري مجلس غونډه جوړه سوه، چي پرمهال یې د ټولو ادارو مسئولینو او استازو حضور درلود. اداري مجلس چي د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره راپیل سو په پیل کي د کندهار […]
د پنجشنبې په ورځ سهار ولایت مقام کښي د مرستیال والي مولوي حیات الله مبارک په مشرۍ د اداري مجلس غونډه جوړه سوه، چي پرمهال یې د ټولو ادارو مسئولینو او استازو حضور درلود.
اداري مجلس چي د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره راپیل سو په پیل کي د کندهار مرستیال والي مولوي حیات الله مبارک د ټولو ادارو رئیسانو او استازیو ته ښه راغلاست ووایه او لومړی یې د اداري مجلس پر ارزښت او مهم والي خبري وکړې، چي زیاته یې کړه، اداري مجلس په ریاستونو کي د لویو ستونزو لیري کېدو، د ریاستونو ترمنځ همږغي راوستلو او ددې ترڅنګ د ولس لپاره په ګډه کار کولو لپاره ترټولو ښه تګلاره ده.
مرستیال والي د خپلو خبرو په دوام د ټولو ادارو رئیسانو او استازیو ته د شیخ.صاحب.حفظ.الله هدایت وړاندي کړ، چي ټول مسئولین باید د خپل کاري چاپېریال له آدرسه د هیچا مېلمستیا ونه کړي او ددې ترڅنګ یې زیاته کړه، چي کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا ټولو ولسوالیو ته په سفر وتلی، ترڅو هلته مسئولینو ته بېلابیلي سپارښتني وکړي او د ولسوالیو د اوسېدونکو ستونزو، غوښتنو او وړاندیزونو ته رسیده ګي وکړي، چي په خبره یې د کندهار والي هدایت دادئ، ترڅو د ټولو ادارو مسئولین دي ولسوالیو کي له خپلو ادارو څخه لیدنه وکړي او د کارکوونکو سمه ارزونه دي وکړي.
غونډي ته لومړۍ موضوع د ارغنداب رود دریايي حوزې په چارو کښي د یوشمېر ادارو لخوا د قانون خلاف مداخلې او په خپلسرې توګه د یاد ریاست ملکیتونه په قرارداد اجاره ورکولو وړاندي سوه، چي په اړه یې د کندهار د ارغنداب رود دریایي حوزې رئیس مولوي سیدمحمد شرافت وویل، د سوي تفاهم له مخي ځیني ادارې د اُصولو خلاف د دوي په ریاست کښي مداخلې کوي او په خودسرانه توګه یې ددې ادارې اړوند ملکیتونه په قراردادونو او اجاره ورکړي، چي د مرستیال والي په مشرۍ ورباندي بحث او خبري وسوې او پرېکړه وسوه، ترڅو دې مسئله کي دي ټولي اړوندي ادارې په خپلو منځونو کي مجلس سره وکړي او یوه اُصولي تګلاره دي د ولایتي ادارې سره شریکه کړي، ترڅو بیا ولایتي اداره اُصولي عمل ترسره کړي.
اداري مجلس ته دوهمه موضوع، د کندهار ښاروالۍ د پریکړي له مخي، چي باید د خپلو مشتریانو باقیات تصفیه کړي غوښتنه لري، چي اداري مسئولین دي د خپلو ورځنیو چارو پرمهال له مراجعینو څخه د پاسپورټ، د برق بیل، هویت پاڼي او داسي نورو سندونو ترڅنګ د ښاروالۍ ریاست د صفایي کتابچې هم وغواړي، وړاندي سوه، چي په اړه یې د کندهار ښاروال حاجي نعمت الله حسن وویل، ښاروالي یوه عایداتي اداره ده، چي د همدې صفایي له لاري عایدات لاسته راوړي، چي په خبره یې د صفایي په برخه کي د جریمې نه اخیستلو په صورت کښي اوس څوک ښاروالۍ ته صفایي نه تحویلوي، چي باید د پاسپورټ، د برق بیل تحویلولو، هویت پاڼي او نورو سندونو جوړېدو په وخت کښي له مراجعینو څخه د ښاروالۍ ریاست د صفایي کتابچې هم وغواړي، چي د مرستیال والي په مشرۍ یې تر بحث او خبرو وروسته پرېکړه وسوه، ترڅو ولس ته د هوسا ژوند برابرولو لپاره دا چاره ونسي، باید یوه بدیله لاره ورته ولټول سي او د صفایي د نه تحویلېدو په صورت کښي د جریمي اخیستلو موضوع باید له مرکزي دارالفتاح سره شریکه سي.
اداري مجلس ته درېیمه موضوع د کندهار ښاروالۍ او حاجي عین الدین ولد نیک محمد د ورثې ترمنځ د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د نوي سړک غرب طرف ته د ۹۷۵ متره مربع مځکي، چي اوس ورباندي د غازي په نوم په پېش پرداخته شکل مارکېټ جوړ سوی او اوس یې پر سر حقوقي منازعه رامنځته سوې، وړاندي سوه، چي په اړه یې د کندهار ښاروالۍ اړوند د سکتوري او تخنیکي خدماتو رئیس جاویداحمد میوندي لومړی بشپړ معلومات وړاندي کړل او وروسته پرېکړه وسوه، ترڅو دا موضوع محکمې ته وړاندي سي او محکمه دي تر پریکړي وروسته راپور له ولایتي ادارې سره شریک کړي.
اداري مجلس ته څلورمه موضوع په ژمني موسم کښي د بارانونو د اوبو له امله د کندهار ښار د یوشمېر سیمو او پاتابونو د بندښت لپاره طرحه او د پاتابونو په مسیر کي د غضب سویو ځایونو، خنډونو، موانعو او حریمونو د خلاصون لپاره مشترک مسلکي پلاوي ټاکل وړاندي سول، چي لومړی یې مجلس ته طرحه وړاندي سوه او وروسته یې په اړه د کندهار ښاروال حاجي نعمت الله حسن وویل، د تیرو اورښتونو کچه خورا زیاته وه، چي د سیلابونو د راتلو اټکل زیات وو، چي په خبره یې د ښاروالۍ ټول پرسونل په پوره هڅو سره د سیلابونو د راتلو مخه ونیوله او د خپلو خبرو په دوام یې وویل، د ګڼو هیوادوالو لخوا بدبختانه د ښار د اوبو کانالونه غضب سوي، چي په خبره یې د غضب څخه د خلاصون په موخه یو باصلاحیته پلاوی وټاکل سي، چي د مرستیال والي په مشرۍ ورباندي پرېکړه وسوه، ترڅو د ولایتي ادارې په مشرۍ دي پلاوی وټاکل سي هراړخیزه څېړنه دي وکړي او بیا دي یې راپور له اداري مجلس سره شریک سي، ترڅو په ګډه ورباندي پرېکړه وکړي.
اداري مجلس ته پنځمه موضوع د کندهار ښاروالۍ اړوند د ګذر وکیلانو لخوا مراجعینو ته پر ټاپه وهلو باندي د معلوم مقدار معلومولو وړاندي سوه، چي په اړه یې د کندهار ښاروال حاجي نعمت الله حسن وویل، د کندهار ښاروالۍ اړوند د ګذر وکیلان ټوله ورځ د خپلو ګذرونو د اوسېدونکو ټولو ستونزو ته د رسېدو په موخه په خدمت کي تېروي، چي د بېلابیلو کارونو د ترسره کېدو په موخه د ګذرونو د اوسېدونکو د تائید لپاره ټاپه وهي او د خپلو خبرو په دوام یې وویل، یادو وکیلانو له مراجعینو څخه پر ټاپه وهلو د معلوم مقدار اخیستلو غوښتنه کړې، چي د مرستیال والي په مشرۍ ورباندي پرېکړه وسوه، ترڅو د ګذر وکیلان دي مراجعینو ته پر ټاپه وهلو ۵۰ افغانۍ اخلي.
وروسته د کندهار ښاروالۍ د کندهار ښار د کسب کارانو او اصنافو د ګمارني، ګوښه کولو او فعالیتونو لپاره واضع طرزالعمل وړاندي کړ، چي په اړه یې د ښاروالۍ اړوند د تخنیکي او سکتوري خدماتو رئیس جاویداحمد میوندي وویل، د کندهار ښار د کسب کارانو او اصنافو د ګمارني، ګوښه کولو او فعالیتونو لپاره واضع طرزالعمل پخوا شتون نه درلود، چي په خبره یې پخوا ټول وکیلان په خپلسرې توګه ټاکل کېدل او د خپلو خبرو په دوام یې وویل، چي دې چاري د دوی کارونه له خنډونو سره مخ کړي او اوس یې د دوی له لوري نوی جوړ کړل سوی طرزالعمل د اداري مجلس له ګډونوالو سره شریک کړ او د مرستیال والي په مشرۍ پرېکړه وسوه، ترڅو ټول رئیسان دي ددې طرزالعمل کاپي له ځانونو سره واخلي او راتلونکي مجلس ته دي خپل نظرونه شریک کړي.
همدا راز غونډي ته په کندهار ښار کي د یوشمېر ټولنو او اتحادیو د فعالیتونو پر اساس د خوراکي او غیري خوراکي توکو د بیوو لوړوالي او د یادو ستونزو د حل لپاره د عدلیې ریاست په همکارۍ د نوموړو ټولنو او اتحادیو پر وړاندي د اقدام موضوع وړاندي سوه، چي په اړه یې د ښاروالۍ اړوند د تخنیکي او سکتوري خدماتو رئیس جاویداحمد میوندي وویل، یوشمېر اتحادیې او ټولني په خپلسرې توګه د خوراکي او غیري خوراکي توکو نرخونه لوړوي، چي دولت او هیوادوالو ته یې ګڼي ستونزي جوړي کړي او د خپلو خبرو په دوام یې وویل، ښاروالي د هري برخي لپاره ځانګړي وکیلان لري، چي دا چاره باید د اتحادیو او ټولنو پرځای په بشپړه توګه ښاروالي په غاړه واخلي، چي تر هراړخیزو خبرو اترو وروسته پرېکړه وسوه، ترڅو د نرخونو کنټرول خپله ښاروالي په لاس کي ولري او د یادو اتحادیو او ټولنو د فعالیت په برخه کي دي یو پلاوی وټاکل سي او هر اړخیزه معلومات او څېړنه دي وکړي او بیا وروسته د فعالیت او بندښت په اړه دي له مرکزي دارالفتاح څخه نظر واخیستل سي.
وروسته مجلس ته د کندهار د تخنیکي او مسلکي زدهکړو آمریت د دوو بابو تعمیرونو موضوع وړاندي سوه، چي په اړه یې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو آمر سیدسمیعالله قریشي وویل، د تخنیکي او مسلکي زدهکړو آمریت یو تعمیر د کار او ټولنیزو چارو ریاست او بل تعمیر بیا انیسټو پوهنتون ته په اختیار ورکړل سوی، چي دې چاري د تخنیکي او مسلکي زدهکړو آمریت او د زدهکړو چاري له خنډونو سره مخ کړي، چي په اړه یې د مرستیال والي په مشرۍ پرېکړه وسوه، ترڅو اړوندي ادارې دي په خپلو منځونو کي مجلس سره وکړي او یوه حللاره دي خپله ورته وټاکي.
اداري مجلس ته وروستۍ موضوع د شیخ.صاحب.حفظ.الله د هدایت سره سم په ټولو ریاستونو کي د امامانو د انتخاب وړاندي سوه، چي په اړه یې د کندهار د حج او اقافو رئیس مولوي عبدالرحمن وویل، د شیخ.صاحب.حفظ.الله د هدایت سره سم باید د ټولو ادارو لپاره وړ امامان وټاکل سي، چي په خبره یې د ټاکل کېدو لپاره یې د ازمویني پروسه روانه ده او د پاته ادارو له مسئولینو څخه یې وغوښتل، ترڅو خپل امامان ورولیږي، چي ازموینه ورڅخه واخیستل سي.
وروسته اداري مجلس د دُعا په ویلو سره پای ته ورسېد.
پنجشنبه: ۱۳۴۳/۶/۱۰
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.