نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۱)د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې د پنځم او شپږم بلاک تر منځ د (۷۴۰) مترو په اوږدوالي او (۳۰)مترو پراخوالي سره د نښلوونکي سړک د جوړېدو چارې، چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، لاهم روانې دي. یاد سړک د پنځم او شپږم بلاک د نښلولو سربېره د اووم […]
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۱)د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې د پنځم او شپږم بلاک تر منځ د (۷۴۰) مترو په اوږدوالي او (۳۰)مترو پراخوالي سره د نښلوونکي سړک د جوړېدو چارې، چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، لاهم روانې دي. یاد سړک د پنځم او شپږم بلاک د نښلولو سربېره د اووم بلاک (۵۰) متره سړک هم نښلوي او دغه راز په یاده پروژه کې د (۶۵۶) مترو په اوږدوالي د یوه کانال جوړېدل هم شامل دي. د پنځم بلاک وکیل میرسیاف وویل چې، د یادې پروژې د پلي کېدو له چارو او کیفیت څخه د کابل ښاروالۍ له مسئولانو سربیره، د سیمې اوسیدونکي هم څارنه کوي. ددغه سړک په جوړېدو سره به د ښاري او ترانسپورټي آسانتیاوو ترڅنګ، د ښار معیاري ودې ته هم زمینه برابره شي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.