کابل: د آزادۍ جام تر نامه لاندې د فوټبال پای لوبې ترسره شوې

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۶) د پنځلسمې ناحیې اړوند په ګلوبل لوبغالي کې د ( آزادۍ جام) تر نامه لاندې د فوټبال لومړی پړاو پای لوبې، په ټولنیزو او کلتوري چاروکې د کابل ښاروالۍ د مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور، د پنځلسمې ناحیې رئیس عبدالبصیر آخندزاده، د کابل ښاروالۍ د یو شمېر نورو مسئولانو او رئیسانو […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۶) د پنځلسمې ناحیې اړوند په ګلوبل لوبغالي کې د ( آزادۍ جام) تر نامه لاندې د فوټبال لومړی پړاو پای لوبې، په ټولنیزو او کلتوري چاروکې د کابل ښاروالۍ د مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور، د پنځلسمې ناحیې رئیس عبدالبصیر آخندزاده، د کابل ښاروالۍ د یو شمېر نورو مسئولانو او رئیسانو او د فوټبال لوبغاړو په ګډون ترسره شوې.
په کلتوري او ټولنیزو چاروکې د کابل ښاروالۍ مرستیال لوبغاړو ته د کپ، ډالیو او ستاینلیکونو ورکولو پرمهال وویل: زموږ ځوانان کولای شي د لوبو په وسیله یوه سالمه ټولنه رامنځته او د ښار په آبادۍ او پرمختګ کې خپل رغنده رول ولوبوي.
کابل ښاروالي له لوبغاړو څخه ملاتړ کوي او د لوبو د ودې لپاره د اړتیا وړ آسانتیاوې برابروي.
یادې لوبې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ په لاره اچول شوې وې، چې په پایله کې یې د ( یاران نوید) لوبډلې لومړی، د ( اتحاد افغان) لوبډلې دویم، د پنځلسمې ناحیې لوبډلې دریم او د ( میهن) لوبډلې څلورم مقام خپل کړ.
د مراسمو په پای کې د لوبو غوره لوبغاړي دډالۍ په ورکړې سره ونازول شول.