کابل: خیرخانه سیمه کې د ګنبد خضرا سمبول د جوړیدو چارې پیل شوې

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۵) د کابل ښار د اوولسمې ناحېې اړوند د خیرخانې کوتل سړک په اوږدو کې د محمد ص د ګنبد خضرا سمبول د جوړولو چارې د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید له لوري د پټۍ په پرېکولو سره پیل شوې. دغه سمبول د کابل ښاروالۍ له لوري او د حاجي بابي زنداني په نوم […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۵) د کابل ښار د اوولسمې ناحېې اړوند د خیرخانې کوتل سړک په اوږدو کې د محمد ص د ګنبد خضرا سمبول د جوړولو چارې د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید له لوري د پټۍ په پرېکولو سره پیل شوې.
دغه سمبول د کابل ښاروالۍ له لوري او د حاجي بابي زنداني په نوم یوه هېوادوال په مرسته او شخصي لګښت جوړیږي.
کابل ښاروال د خپلو خبرو په ترڅ کې د ښار آبادۍ لپاره د ښاغلي زنداني دغه نیک ګام وستایه او زیاته يې کړه چې، د ښاري ښکلا پروګرامونه د تاریخي او اسلامي ارزښتونو د ساتلو په موخه پلي کیږي او دا لړۍ به د ښاري ښکلا رامنځته کولو په موخه د ښار نورو برخو ته هم و غځيږي.
دا سمبول په دایروي بڼه د ۱۰ مترو په اوږدوالي او پراخوالي او د ۱۱ مترو په لوړوالي سره د پلو لارو او زرغونې سیمې په ګډون د یوې میاشتې په اوږدوکې جوړیږي.
په دې سیمه کې د پلو لارو په تیږو فرش، د جدولونو نصب او نورې برخې هم ډیزاین شوې دي.
د ګنبد په د ننه کې د یوه جومات په څیر ځای هم په نظر کې نیول شوی، چې مسافر کولای شي لمونځ پکې ادا کړي.
د یاد ګنبد په جوړېدو سره به له یوې خوا ښاري ښکلا رامنځته او بل خوا به تاریخي او اسلامي ارزښتونو ته درناوی شوی وي.
کابل ښاروالۍ له تېر یوه کال راپدیخوا ۱۵ څلورلارې د معمارۍ پخواني سبک په پام کې نیولو سره جوړې کړې دي او اوس مهال هم د ۵ څلورلارو د ښکلا چارې تر لاس لاندې دي.
د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري په کمپنۍ چوک کې هم (بیت المقدس) ته ورته اسلامي سمبول جوړ شوی وو.