کابل بالا حصار ته مخامخ د سړک د جدول جوړولو چارې پیل شوې

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۷) د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست د سړکونو او پلونو د بیارغونې آمریت له لوري بالاحصار ته مخامخ له ازادۍ څلي د ټانګ لوګر پر لور د سړک د جدول جوړولو چارې پیل شوې. یاد جدول به د ۴۰۰ مترو په اوږدوالي تر برش وروسته په معیاري توګه نصب […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۷) د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست د سړکونو او پلونو د بیارغونې آمریت له لوري بالاحصار ته مخامخ له ازادۍ څلي د ټانګ لوګر پر لور د سړک د جدول جوړولو چارې پیل شوې.
یاد جدول به د ۴۰۰ مترو په اوږدوالي تر برش وروسته په معیاري توګه نصب او جوړ شي او ورسره جوخت به په ترافیکي نظم کې مثبت بدلون راشي.
مخکې یاد سړک د موټرو د تګ راتګ لپاره نه وو بېل شوی او د ډیرې ګڼې ګوڼې له امله پکې بوږنونکې ترافیکي پېښې رامنځته کېدې.