نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
ښاغلي مهمند ځيني ستونزي هم بیان کړې او د حل په برخه کي ئې د ا.ا همکاري وغوښتل. د سه شنبې په ورځ د اطلاعات او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خير الله خير خواه په کندهار کي د مهمند نړيوال روغتون څخه ليدنه وکړه او د یاد روغتون د بنسټګر حاجي محمد صديق مهمند […]
ښاغلي مهمند ځيني ستونزي هم بیان کړې او د حل په برخه کي ئې د ا.ا همکاري وغوښتل.
د سه شنبې په ورځ د اطلاعات او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خير الله خير خواه په کندهار کي د مهمند نړيوال روغتون څخه ليدنه وکړه او د یاد روغتون د بنسټګر حاجي محمد صديق مهمند سره یې د روغتیا په برخه کي پر پانګونه خبري وکړې.
د مهمند نړيوال روغتون رئیس حاجي محمد صديق مهمند د اطلاعات او فرهنګ وزارت سرپرست ته د ياد روغتون په اړه هر اړخيز معلومات ورکړل، نوموړي زیاته کړه، چي دا روغتون پر نړيوالو روغتیایي معيارونو برابر جوړ سوی دی، چي پدې سره به تر ډېره حده پوري ناروغان خارج ته د تګ څخه را ورګرځول سي او دلته به ئې درملنه کيږي.
د اطلاعات او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خير الله خيرخواه د مهمند نړيوال روغتون څخه په ليدنه خوښي څرګنده کړه او د دا ډول معياري او عصري روغتون جوړېدل ئې د ټولو هيوادوالو له پاره نېک او ګټور یاد کړ.
نوموړي مننه وکړه، چي سوداګر په هیواد کي دننه پانګونه کوي، بنسټيز او ګټور ځايونه جوړوي او هم خپلو وطنوالو ته کاري فرصتونه برابروي.
ښاغلي خير خواه د ا.ا له اړخه ډاډ وړاندي کړ، چي په بشپړ ډول به د تجارانو ملاتړ کوي او د مهمند نړیوال روغتون مسئولین ئې نور هم وهڅول، چي په هیواد کي دننه دې ته ورته ګټور او بنسټيز ځايونه جوړ کړي.
نوموړي د ټولو هيوادوالو څخه وغوښتل، چي خارج ته د تګ پر ځای په هيواد کي دننه په خپلو روغتونونو کي د خپلو ډاکټرانو تر څار لاندي درملنه وکړي.
د يادولو ده، چي مهمند نړيوال روغتون کلونه وړاندي جوړ سوی، د یاد روغتون جوړښت پر نړیوال معیار برابر او تر ډېره حده پوری د سیمي په کچه د عصري وسایلو او پر مخ تللو طبي اسانتیاوو درلودونکی دی.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.