ژر به په افغانستان کې د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان دفتر پرانیستل شي

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۷) په افغانستان کې د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي یې د ربیع الثاني میاشت په ۱۷مه نېټه د شنبې په ورځ د اسلامي امارت د عدليې وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي سره ددغه وزارت په مقر کې وکتل او خبرې وکړې. په […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۷) په افغانستان کې د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي یې د ربیع الثاني میاشت په ۱۷مه نېټه د شنبې په ورځ د اسلامي امارت د عدليې وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي سره ددغه وزارت په مقر کې وکتل او خبرې وکړې.
په دغې کتنه کې دواړو لورو د قوانینو، زده کړو، له اسلامي امارت سره د اسلامي همکاریو د سازمان اړیکې او د افغانستان له خلکو سره ددغه سازمان د بشر دوستانه مرستو په اړه خبرې وکړې.
په دغې کتنه کې د عدليې وزارت سرپرست له نورو اسلامي هېوادونو سره د افغانستان د لرغونو اړیکو یادونه وکړه او له اسلامي هېوادونو سره د اسلامي امارت نږدې اړیکې په سیاسي او په دیني او عقیدوي برخو کې مهمې وبللې.
دغه راز نوموړي د قوانینو په برخه کې د پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړل ویې ویل چې د اسلامي امارت قوانین د قران، سنت او حنفي فقهې پر بنسټ جوړیږي.
د عدلیې وزارت سرپرست د اسلامي همکاریو له سازمان څخه د افغانستان خلکو له پاره ددغه سازمان د بشردوستانه مرستو غوښتنه وکړه.
په دغې کتنه کې د اسلامي همکاریو د سازمان ځانګړي استازي له اسلامي امارت سره ددغه سازمان د اړیکې په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې ډیر ژر به په افغانستان کې ددغه سازمان یو دفتر پرانیستل شي او یاد دفتر به د اسلامي امارت او ددغه سازمان ترمنځ د اړیکو په برخو کې مهم رول ولوبوي.