ډاکټر جمال‌الدین د عامي روغتیا د رئیس او ډاکټر بسم‌الله باوري یې د مرستیال په توګه وټاکل سو

  د کندهار ولایت مقام د لزوم دید، د کارونو د لا ښه سمون او بهبود په موخه ډاکټر جمال الدین په دوهم بست کي د کندهار د عامي روغتیا د رئيس په توګه او ډاکټر بسم‌الله باوري یې د مرستیال په توګه وټاکل سو، چي په همدې موخه د چهارشنبې په ورځ سهار د […]

 

د کندهار ولایت مقام د لزوم دید، د کارونو د لا ښه سمون او بهبود په موخه ډاکټر جمال الدین په دوهم بست کي د کندهار د عامي روغتیا د رئيس په توګه او ډاکټر بسم‌الله باوري یې د مرستیال په توګه وټاکل سو، چي په همدې موخه د چهارشنبې په ورځ سهار د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب‌الله او د کندهار والي ځانګړي استازي قاري عبدالسلام عمري له لوري د مسئولیت پر چوکۍ کښېنول سول او د عامي روغتیا ریاست اړوند د ادارو کارکوونکو ته ورپېژندل سول.

په پيل کي د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب‌الله د ډاکټر جمال‌الدین او ډاکټر بسم‌الله باوري د ټاکل کېدو مکتوب ولوست او په خپلو خبرو کي یې تغیر او تبدیل د ښې حکومتولۍ یو اصل یاد کړ.

مولوي محب‌الله په خپلو خبرو کي د کندهار عامي روغتیا د مخکني رئیس او مرستیال د هڅو ستاینه وکړه او ورڅخه یې ځانګړې مننه وکړه، چي د روغتیايي سکتور د پراختیا په موخه یې حساسو شرایطو کي زیاتي هلي ځلي کړي.

وروسته د عامي روغتیا نوي ټاکل سوي رئیس ډاکټر جمال الدین له مشرتابه څخه ځانګړې مننه وکړه، چي پر ده یې باور وکړ او دا دروند مسئولیت یې ورته وسپاره.

ډاکټر جمال الدین په خپلو خبرو کي وویل، کندهار کي یې د روغتیا سکتور د پراختیا په موخه ځانګړي پلانونه تر لاس لاندي دي او پوره هڅه به یې داوي، ترڅو د خپل کاري ټيم په ملاتړ او همکارۍ ټول په لاس کي لرلي پلانونه تطبیق کړي.

چهار‌شنبه: ۱۳۴۳/۵/۱۰