چین: المپیک سیالیو کې د نه ګډون له امله به امریکا ستر تاوان پرې کړي

چین د امریکا پر هغې پرېکړې چې راتلونکو المپیک سیالیو کې به برخه نه اخلي توند غبرګون ښودلی دی، د چین د باندېنیو چارو وزارت نن په خپله خپره کړې اعلامیه کې ویلي، موږ به د امریکا د پرېکړې پر ضد اقدام وکړو او امریکا به د خپلو تېروتنو تاوان ورکړي. د سپوتنیک خبري اژانس […]

چین د امریکا پر هغې پرېکړې چې راتلونکو المپیک سیالیو کې به برخه نه اخلي توند غبرګون ښودلی دی، د چین د باندېنیو چارو وزارت نن په خپله خپره کړې اعلامیه کې ویلي، موږ به د امریکا د پرېکړې پر ضد اقدام وکړو او امریکا به د خپلو تېروتنو تاوان ورکړي.

د سپوتنیک خبري اژانس د راپور له مخې، چين به د بېجينګ د ژمنيو اولمپيک لوبو په اړه د امريکا د ديپلوماتيکو بنديزونو په ځواب کې سخت تدابیر ونيسي، د چین بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، متحده ایالات باید د ورزش له سیاسي کولو او د المپیک د لوبو له کمزوري کولو څخه لاس واخلي.

تر دې وړاندې د دوشنبې په ماښام د سپینې ماڼۍ ویاندې جنیفر ساکي ویلي و، امریکایي حکومت به د چین ژمنیو المپیک لوبو ته خپل استازی و نه لېږي او زیاتوي چې د بشري حقونو دفاع د امریکایانو په وینه کې پرته ده، خو ویل کیږي چې د امریکا بندیزونه په دغو لوبو کې د امریکايي لوبغاړو د ګډون مخه نه نیسي.

د برېتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون هم تېره میاشت ویلي و، چې دغه هیواد هم ښایي د چین په راتلونکو المپیک سیالو کې برخه وانخلي، د تازه پرېکړو په غبرګون کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین د یادو څرګندونو په غبرګون کې د لوبو پر سياسي کولو سخته نيوکه وکړه او ويې ويل، چې د امريکا د حکومت کړنې د اولمپيک د منشور د روحيې خلاف دي.

د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن تېره میاشت ویلي و، چې د چین د ژمني المپیک پر وړاندې پر دیپلوماتیکو بندیزونو غور کوي، خو ویل کېږي چې د امریکا دغه بندیزونه به ښایي په دغو لوبو کې د امریکايي لوبغاړو د ګډون مخه و نه نیسي او ډېره تمه شته چې ګډون پکې وکړي، بلخوا د امریکا د حکومت د چین ضد فشارونو په پایله کې جمهوري غوښتونکي سناتور ټام کاټن د بایډن پر ادارې غږ کړی چې د بیجینګ د ژمنۍ المپیک لوبو څخه بایکاټ وکړي.