چخانسور ولسوالۍ کې د وچکالۍ ځپلو کورنیو د سروې بهیر پیل شو

  زرنج ـ د رجب ۱۴مه ـ د سلواغې ۲۷ مه د باختر خبري آژانس د راپور پر اساس، نن چهار شنبه د نیمروز ولايت له طبيعي پيښو سره د مبارزې رياست په چخانسور ولسوالۍ کې د وچکالۍ له امله د زيانمنو شويو کورنيو سروې، پيل کړه. له طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس مولوی […]

 

زرنج ـ د رجب ۱۴مه ـ د سلواغې ۲۷ مه

د باختر خبري آژانس د راپور پر اساس، نن چهار شنبه د نیمروز ولايت له طبيعي پيښو سره د مبارزې رياست په چخانسور ولسوالۍ کې د وچکالۍ له امله د زيانمنو شويو کورنيو سروې، پيل کړه.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس مولوی محمد قاسم “محمد” وویل: زیانمنې شوې کورنۍ د (OHA, HRD, WAW, IOM, WFP) موسساتونو لخوا د دې ولسوالۍ له وچکالۍ څخه او بې وزله کورنۍ ته، دوی د دې ریاست سره په همغږۍ کې سروې کیږي.

هغه زیاته کړه، زموږ رياست اوس د سروې لپاره څلور ټيمونه کنګ ولسوالۍ ته لېږلي دي او دا سروې له یوې اونۍ راهیسې روانه ده سږ کال له سروې وروسته د (وچکالۍ، سېلابونو، بې ځایه شویو، کرنیزو افتونو) له زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه.
ده همداراز زیاته کړه؛ په دې برخه کې ۵ مرستندویه موسسات همکاري کوي.

د یادوني وړ ده چې ښاغلی
محمد د سروې لپاره پخپله د مرستندویه مؤسساتو د مسؤولینو سره و ټولو ولسوالیو ته سفر کوي ترڅو هیڅ بې وزله کورنۍ له مرسته پاتې نشي.