څلور ۴ تنه د بېلا بیلو جرمنو په تور ونيول شول

زرنج ـ دریمه خور ۶ مه ـ لیندۍ ۲۰ مه نن شنبه څلور تنه د امنيتي ځواکونو لخوا د بېلابېلو جرمنو په تور ونيول شول او نسبتی دوسيې يې د نيمروز ولايت امنیه قوماندانی دجنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت ته وسپارل شوې. د نیمروز امنیه قوماندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت د […]

زرنج ـ دریمه خور ۶ مه ـ لیندۍ ۲۰ مه

نن شنبه څلور تنه د امنيتي ځواکونو لخوا د بېلابېلو جرمنو په تور ونيول شول او نسبتی دوسيې يې د نيمروز ولايت امنیه قوماندانی دجنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت ته وسپارل شوې.

د نیمروز امنیه قوماندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت د یادو څلور تنو نسبتی دوسیې تر څېړلو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارلې.