څلور سوه (۴۰۰) تنه مجاهدین له نظامي زدکړو فارغ شول: انځوریز راپور

د افغانستان اسلامي امارت د استشهادي کنډکونو او نظامي معسکرونو د کميسيون اړوند د مختلفو ولایتونو له نظامي معسکراتو څخه څلور سوه تنه مجاهدين په فکري، نظامي، تخنیکي او نورو مختلفو  دورو کې فارغ او لوړې نظامي زده کړې يې ترلاسه کړې. دغو مجاهدينو په  معسکراتو کې د ۶۰  ورځنیو دورو په ترڅ کې د […]

د افغانستان اسلامي امارت د استشهادي کنډکونو او نظامي معسکرونو د کميسيون اړوند د مختلفو ولایتونو له نظامي معسکراتو څخه څلور سوه تنه مجاهدين په فکري، نظامي، تخنیکي او نورو مختلفو  دورو کې فارغ او لوړې نظامي زده کړې يې ترلاسه کړې.

دغو مجاهدينو په  معسکراتو کې د ۶۰  ورځنیو دورو په ترڅ کې د اسلامي عقيدې، حنفي فقهې، نبوي سيرت، دعوت، استخباراتو، د نړیوالې نقشې،  درنو او سپکو وسلو، نایټ ویژن او لیزري دوربینونو، جګړیزو تکتیکونو او عسکري حرکتونو او هر راز پوځي روزنې په برخو کې ضروري او مهمې زده کړې تر لاسه کړې دي.

فارغ شوي مجاهدين به په سپېڅلې روحيه او لوړ مورال د مقدس جهاد ګرمو سنګرونو ته ستنېږي او په بشپړ مادي او معنوي چمتووالي سره به د اشغالګرو او د هغوی د مزدورانو پر ضد خپله سپېڅلې جهادي مبارزه د پخوا په پرتله په ښه ډول اجراء کوي.

ياد مجاهدين د باتجربه او مسلکي استادانو لخوا د شپنیو او ورځنیو چاپو، نفوذي، تصفیوي او تعرضي عملیاتو په برخو کې هم روزل شوي دي او همدا راز به د الله جل جلاله په نصرت په ورښودل شويو تکتیکونو د راز حالت پر وړاندې د مقابلې وړتیا ولري.

بايد وويل شي چې د استشهاديانو او مجاهدینو په مسلکي او اصولي توګه د روزنې لپاره د افغانستان اسلامي امارت د استشهادي کنډکونو او نظامي معسکراتو په نامه یو باصلاحیته کمیسيون رامنځته کړی دی، یاد کمیسيون  د هیواد په مختلفو ولایتونو کې مجاهدين روزي، د یاد معسکر اداري تشکیل پر 450 تنو علماوو او نظامي کارپوهانو باندې مشتمل دی،  چې په شرعي، نظامي، عسکري، تخنیکي او استخباراتي برخو کې مجاهدينو ته روزنه ورکوي.

د استشهادي کنډکونو او نظامي معسکراتو کمیسون  مجاهدينو ته د مروجه درنو او سپکو وسلو لکه کلاشینکوف، ثقيل ماشیندار، آر پي جي ۷ (راکټ )، هفتاد پنج او هشتاد دو توپونه، هاوانونه، زیکویک، دومیله، دهشکه او نورو وسلو په برخه کې په عملي توګه زده کړه ورکوي او بيا د «رمايې» پروګرام په ترڅ کې ورڅخه عملاً امتحان اخيستل کېږي.

د دې تر څنګ د مختلفو چاودېدونکو توکو، ټانګونو، طیارو، لیزرونو، ترصدي بې پیلوټه طیارو او بېلا بېلو عصري ټوپکونو په اړه هم د امکاناتو پر اساس معلومات او عملي درس ورکول کيږي.

د استشهادي کنډکونو او نظامي معسکراتو کميسون په زرهاوو مجاهدين فارغ کړي دي، د مجاهدينو د روزنې لړۍ په داسې حال کې دوام لري چې په فني او تخنيکي برخو کې د پرمختګ او تکامل په لور ګړندي ګامونه اخلي.

2018-04-23