نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۱۴) نن (چارشنبه) د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د واټ ټرانسپورټ معين الحاج ملا عبدالسلام حيدري د يو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د دې وزارت د ټرانسپورټ د برخې رئیسانو او کارکوونکو هم پکې برخه درلوده، د ټرانسپورټي شرکتونو موټرو ته د الکټرونيکي کارتونو او کتابچو د وېش لړۍ پيل کړه. […]
الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۱۴) نن (چارشنبه) د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د واټ ټرانسپورټ معين الحاج ملا عبدالسلام حيدري د يو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د دې وزارت د ټرانسپورټ د برخې رئیسانو او کارکوونکو هم پکې برخه درلوده، د ټرانسپورټي شرکتونو موټرو ته د الکټرونيکي کارتونو او کتابچو د وېش لړۍ پيل کړه. په دې پرانيستغونډه کې چې د ياد وزارت اړوند د کابل ټرانسپورټ د تنظيم رياست کې جوړه شوې وه، د ګڼو ټرانسپورټي شرکتونو استازو پکې برخه اخيستې وه. د واټ ټرانسپورټ معين په خپلو خبرو کې ټول ځمکني ټرانسپورټي شرکتونه له نړيوالو معيارونو سره سمو خدمتونو ته راوبلل او له خپل لورې يې د بشپړې همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.