‏‏پېښو ته د رسېدنې عالي امارتي کمېسیون فوق‌العاده غونډه تر سره شوه

الاماره: ۱۴۴۵/ذی القعدة ۲۲ هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو هېوادوالو ته د بېړنیو مرستو په رسولو خبرې شوي؛ د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په مشرۍ پېښو ته د رسېدنې عالي امارتي کمېسیون فوق‌العاده غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال ثور میاشتې په۲۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه او په […]

الاماره: ۱۴۴۵/ذی القعدة ۲۲

هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو هېوادوالو ته د بېړنیو مرستو په رسولو خبرې شوي؛
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په مشرۍ پېښو ته د رسېدنې عالي امارتي کمېسیون فوق‌العاده غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال ثور میاشتې په۲۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه او په هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله هېوادوالو ته د اوښتو زیانونو او هغو ته د عاجلې مرستې رسېدنې په اړه خبرې اترې وشوې.

په پیل کې پېښو ته د رسېدنې عالي امارتي کمېسیون رییس ملا عبدالغني برادر اخوند په بغلان، غور، بدخشان، فاریاب او تخار ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله هېوادوالو ته د اوښتو زیانونو په اړه ژوره خواشیني ښودلې، شهيدانو ته یې د جنت الفردوس، پاتې کسانو ته یې د جميل صبر او زخميانو ته یې د الله ج له دربار څخه د عاجلې شفاء دعا کړې.

ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي؛ افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې ډېری وخت یې خلک د طبیعي پیښو له امله زیان ویني، له همدې امله مسولې ادارې مکلفې دي چې د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو پر مهال هېوادوالو ته پر وخت د مرستو رسولو لپاره پوره چمتووالی ولري.

په دغه ناسته کې په بغلان، غور، بدخشان، فاریاب او تخار ولایتونو کې د سېلابونو له امله زیانمنو هېوادوالو ته د بېړنیو مرستو رسولو په موخه د کورنیو چارو وزارت، اقتصاد وزارت، روغتیا وزارت، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت او سرې میاشتې په مشرۍ په ترتیب سره د نجات، مرستو د جلب او جذب، روغتیا او ټپیانو ته د رسېدنې، د تکفین او تدفین او د خوراکي توکو د چمتو کولو او رسولو کمېټې جوړې شوې.

پېښو ته د رسېدنې عالي امارتي کمېسیون مشرتابه د ټاکل شویو کمېټو غړو وزارتونو او ادارو ته لارښوونه کړې، چې ژر تر ژره دې د پېښې ځای ته ځان ورسوي او له شته امکاناتو څخه په استفادې سره دې د زيانمنو هېوادوالو لاسنیوی وکړي.