پکتیکا پوهنتون، د اوومې دورې ۴۰۰ لېسانس فارغان ټولني ته وړاندې کړل

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۷) نن ورځ د پکتیکا پوهنتون ۴۰۰ لېسانس له دوو پوهنځیو او نهه څانګو څخه فارغان ټولنې ته وړاندې کړل، په دې اړوند د فوټبال لوبغالي کې غونډه جوړه شوې وه، چې د پکتیکا د والي الحاج مولوي عبدالله مختار په شمول د فارغو زده کړیالانو پلرونه، د یو شمېر ادارو رئیسانو […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۷) نن ورځ د پکتیکا پوهنتون ۴۰۰ لېسانس له دوو پوهنځیو او نهه څانګو څخه فارغان ټولنې ته وړاندې کړل، په دې اړوند د فوټبال لوبغالي کې غونډه جوړه شوې وه، چې د پکتیکا د والي الحاج مولوي عبدالله مختار په شمول د فارغو زده کړیالانو پلرونه، د یو شمېر ادارو رئیسانو او زیات شمېر ځوانانو پکې ګډون کړې ؤ.

د پکتیکا پوهنتون رئیس اکبرجان فضلي فارغو زده کړیالانو ته د مبارکي ترڅنګ زده کړیالانو ته وویل : نن ورځ زیات خوشاله یم، چې د علم په ګاڼه سمبال نوي ځوانان ټولنې ته وړاندې کوو. درسونه تعقیب کړې یوازې په لېسانس اکتیفا مه کوي او خپلي زده کړې تر ماستري او دوکتورا پورې وکړي.
نوموړي ټولو فارغو زده کړیالانو ته وویل، تاسو ته هېواد او ټولنه ضرورت لري، چې تاسو به د خپلو زده کړو مطابق، دې خوارو، غریبو او مظلومو خلکو ته خدمت کوي او دغه مظلومه ټولنه به راپورته کوي.

فارغو زده کړیالانو په استازیتوب حمد الله غیرت د پوهنتون له مسؤلېنو، استادانو او ټولو کارمندانو نه مننه وکړه، چې له دوۍ سره یې اړخېزې مرسته کړې او د زده کړو لپاره يې ټولو درسي پوښتنو ته په ورېن تندي ځواب ورکړې او د زده کړو لپاره یې بېلابیل مواد ورته برابر کړې ؤ.
نوموړي له مسؤلېنو نه غوښتنه وکړه، چې دغه فارغ کدرونو نه استفاده وکړي او د هېواد د بهبود او پرمختګ لپاره تېر کار واخلې او د کار کولو زمېنه ورته برابر کړې.
د ځوانانو په استازیتوب، حسن خان احسان وویل، د فارغو زده کړیالانو ته اوس خپل مسؤلیت ورته راجع شؤ او مسؤلیت سره غاړه غړۍ کېږي .
احسان له فارغو زده کړیالانو له پلرونو، خپلوانو ته وویل، که تاسو د ګلانو پر ځاي خپلو زامنو ته یو یو کتاب اخېستي وایې، نو دوي به یوازې نن نه بلکي په ټول ژوند کي تېر سالمه استفاده کوله.

د یادونې وړ ده، وړمه ورځ هم یو شمیر زده کړیالان دتخنیکي او مسلکي زده کړو امریت له لورې فارغان شوې ؤ.