نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
له مجاهدینو سره د پیوستون په لړ کې پرون د پکتیکا ولایت، وازیخوا ولسوالۍ په مربوطاتو کې د حقائقو د درک په نتیجه کې ۴ تنه له مزدوري ادارې را جلا او د دعوت او ارشاد کمیسیون په همکارۍ له اسلامي امارت سره یو ځای شول، چې د مجاهدینو لخوا یې تود هرکلی وشو. د […]
له مجاهدینو سره د پیوستون په لړ کې پرون د پکتیکا ولایت، وازیخوا ولسوالۍ په مربوطاتو کې د حقائقو د درک په نتیجه کې ۴ تنه له مزدوري ادارې را جلا او د دعوت او ارشاد کمیسیون په همکارۍ له اسلامي امارت سره یو ځای شول، چې د مجاهدینو لخوا یې تود هرکلی وشو.
د راغلو کسانو نومونه په لاندې ډول دي:
۱سیف الرحمن دعبدالحنان زوی کلی خضرخیل
۲ آصف د صفت الله زوی کلی خضرخیل
۳ فضل الرحمان د حسين زوی کلی جليل
۴ حسين د شيرجان زوی کلی جليل
دوی ژمنه کړې چې تر دې وروسته به د مزدوري ادارې لپاره فعالیت نه کوي، او په دې صف کې له نورو کارکوونکو یې هم غوښتي، چې د جګړې پر ځای دي ازاد ژوند غوره کړي او نور دي د یو اسلامي او متحد افغانستان د جوړیدو په لاره کې خنډ نه جوړيږي.
دا په داسې حال کې ده چې د هیواد په کچه له جګړې د ځوانانو د تېښتې واقعات ورځ تر بلې زیاتیدونکي دي او په دې نزدې ورځو کې سلګونه عسکر، پولیس، اربکیان او نور له جګړې ازاد ژوند ته را ګرزیدلي.
2020/4/16
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.