نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۶) د پکتیکا ولایت د امام ابو حنیفه مرکزي دارالعلوم، په انګړ کې د میزان خیریه بنسټ له لورې، د یتیمو ماشومانو لپاره د روزنې او پالنې د یوه مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه. په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې د پکتیکا والي الحاج مولوي عبدالله مختار، د یوشمېر ادارو […]
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۶) د پکتیکا ولایت د امام ابو حنیفه مرکزي دارالعلوم، په انګړ کې د میزان خیریه بنسټ له لورې، د یتیمو ماشومانو لپاره د روزنې او پالنې د یوه مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې د پکتیکا والي الحاج مولوي عبدالله مختار، د یوشمېر ادارو رئیسانو، قومي مشرانو، ځوانانو، د امام ابو حنیفه دارالعلوم استاذانو، شاګرادانو او میزان خیریه بنسټ مسؤلېنو برخه اخېستې وه.
د میزان خیریه بنسټ مسؤل محمد نعیم سلطاني وویل: پر دغه روزنیز مرکز باندې د شل میلیونو افغانیو په ارزښت لګښت راځي، چې دغه لګښت د جنوبي افریقا خیریه بنسټ سي بي ایس یا (کېرېنګ بې شیرېنګ) په مالي ملاتړ او د میزان خیریه بنسټ په تخنیکي همکاري باندې دغه ودانۍ جوړېږي. سلطاني وویل: دغه رونیز مرکز به په درېو پړونو کې جوړېړې او د دوه سوه په شااوخوا کې به یتیمان ماشومان پکې اوسېږي، چې یو کلینیک او ټول اړین سهولتونه به ولري
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.