پکتیکا: د لسګونو قاریانو ترمنځ، د حسن قرائت سیالي ترسره شوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۱) په پکتیکا ولایت کې د ارشاد حج اوقافو ریاست له لورې د حسن قرأءت سیالۍ تر سره شوه، چې د دینې عالمانو، د ریاستونو کارمندانو او د یو شمېر دارالحفاظونو شاګردانو برخه پکې اخیستې وه. د پکتیکا ولایت د ارشاد حج اوقافو ریاست رئیس مولوي عبدالقیوم فرقاني ویل: دغه سیالۍ د […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۱) په پکتیکا ولایت کې د ارشاد حج اوقافو ریاست له لورې د حسن قرأءت سیالۍ تر سره شوه، چې د دینې عالمانو، د ریاستونو کارمندانو او د یو شمېر دارالحفاظونو شاګردانو برخه پکې اخیستې وه.

د پکتیکا ولایت د ارشاد حج اوقافو ریاست رئیس مولوي عبدالقیوم فرقاني ویل: دغه سیالۍ د دې لپاره جوړه شوې، چې د سیمې په سطحه غوره قرأت کوونکي وپېژندل شې او د سیالیو له ګتلو وروسته د ولایتونو په کچه سیالیو ته وروپېژندل شي..

د پکتیکا ولایت د ارشاد حج اوقافو ریاست د مساجدو مدیر ګلدین شهاب وویل: د حسن قرأءت سیالیو ۱۱ دور د یاد ریاست له لورې د اړوند وزارت په ځانګړي هدایت سره په لار اچول شوې چې ۶۰ تنه حافظان پکي برخه اخېستي.

هغه زیاته کړه: په دې سیالیو کې ممتاز یا هغه شاګرد چې لومړی مقام به خپلوي، په راتلوونکې کې د ولایتونو په کچه د حسن قرأءت په سیالیو کې به برخه واخلې او تمه لري، چې ښې پایلې به ولري.

د سیالیو څارنه (داوري)  په پکتیکا کې  د وتلو قاریانو لخوا کیږي، پدې سیالۍ کې د ګډون په موخه د مرکز او ولسوالیو له جملې څخه تر ۶۰  کسانو پورې نوم لیکنه کړي وه. ددې ازمایښتي پړاو څخه وروسته (۱) تن چې قاري واحدالله د محمد موسي زوي د ارګون ولسوالۍ اوسیدونکي اول نمره اعلان شوو او په راتلوونکو پړاو کې د ګډون لپاره پلازمینه کابل ته غوره شو.

د دې ترڅنګ په جلسه کې په (داور) صاحبانو او له اول نه تر څلورم نمره پورې په شاګردانو نغدي جایزې او ډالۍ هم وویشل شوې.