نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۰) د پکتیکا ولایت د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ریاست، د تېر یو کال په جریان کې د پکتیکا مرکز په شمول په زیاتو ولسوالیو کې د طبیعي پېښو په مرسته کوونکو سربیره له بېلابیلو بیوزلو او اړمنو سره هر اړخیزې مرستي کړې دي. د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې […]
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۰) د پکتیکا ولایت د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ریاست، د تېر یو کال په جریان کې د پکتیکا مرکز په شمول په زیاتو ولسوالیو کې د طبیعي پېښو په مرسته کوونکو سربیره له بېلابیلو بیوزلو او اړمنو سره هر اړخیزې مرستي کړې دي.
د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ریاست، رئیس مولوي مطیع الله منصور وویل: شپه او ورځ مو د غریبو خلکو د لاسنیوي په خاطر په ځان یوه کړې دي، چې سیلابځپلو کورنیو ته مو چې د کورنۍ غړي په سیلابونو کې له لاسه ورکړې، دولس نفره سیلابونو وژلې دي، د هر نفر په سر مو یولک افغانۍ ورکړې دي، ۵۳۰ پنځه ساوه دېرش سیلابځپلو کورنیو ته چې کورونه یې سیلابونو وړي وه خیمي ورکړې دي، ۷۷ ټنه اوړه، ۱۶۵ ټنه وریځي، ۱۳۸ ټنه غنم په سیلاب ځپلو، اړمنو، بیوزلو او هغو کسانو ته ویشلي دي، چې د سرکونو په بیارغونه یې کار کړې وي او د څاګانو کېندلو سربیره څوارلس وچ کاریزونه کېندلې، چې د کار په بدل کې مو ورته خوراکي مواد ورکړې دي.
منصور وویل، د مرستو لړۍ پوره په شفاف ډول وي، د ویشلو په وخت کې د ولایت مقام سربیره د څو ریاستو کسان د هئیت په ډول سروې کوي او مستحقو کورنیو ته د هغوۍ هئیت په حضور کې مرسته ورکول کېږي. منصور وویل: طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت نه مننه کوو چې زمونږ ټولو حقه غوښتنو ته یې پر وخت ځواب راکړې او هر اړخېزه همکاري راسره کوي، همداشان د پکتیکا ولایت مقام زمونږ سره د مرستو د ویش په لړۍ کې پوره همکار پاتي دي.
د یادونې وړ ده، د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ریاست د څوارلسو وچو کاریزونو د کېندلو تر څنګ د زیاتو ولسوالیو د غځیدلو لویو لارې جوړې کړې دي، چې د پلان مطابق به دا لړۍ نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي.
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.