پکتیا کې ۳ ګوډاګیان ژوبل، موټر او جنګي توکي ونیول شول

نن سهار ۵ بجې مجاهدینو د پکتیا ولایت، احمدخیلو ولسوالۍ اړوند حسن خیلو – تنګي خولې سیمه کې د پترول په نوم د کابل رژیم په یو تن وحشي اربکي قومندان باندې برید وکړ، د راپور له مخې یاد ګوډاګی په تېښته بریالی شوی، ۲ ساتونکي یې ژوبل شوي او موټر یې له ګڼ شمېر […]

نن سهار ۵ بجې مجاهدینو د پکتیا ولایت، احمدخیلو ولسوالۍ اړوند حسن خیلو – تنګي خولې سیمه کې د پترول په نوم د کابل رژیم په یو تن وحشي اربکي قومندان باندې برید وکړ، د راپور له مخې یاد ګوډاګی په تېښته بریالی شوی، ۲ ساتونکي یې ژوبل شوي او موټر یې له ګڼ شمېر مهماتو او جنګي توکو سره نیول شوی دی.

همداراز تېره شپه ۱۲ بجې د احمدابا ولسوالۍ اړوند کوزو پیروزخیلو په پوسته هم د لیزري ټوپکو په مټ برید وشو، چې پر مهال یې ۱ مزدور عسکر ژوبل شو.

‏2021‏/4‏/17