پکتیا کې په لومړي ځل د تیږې اچونې(سنګ اندازي) سیالۍ ترسره شوې

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۷) یاد مسابقات د پکتیا بدنې روزنې او ورزش ریاست تر چتر لاندې دملي او عنعنوي ورزشو لوی مُدیریت لخوا په لار اچول شوې وو. په یادو لوبو کې۸لوبډلو او ۴۰ ورزش کارانو شرکت کړی وه، چې په دوو کټګوریو (تنکي ځوانان)او (لویانو) برخه کې ترسره شوې. په لویانو کټګورۍ کې د ملت […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۷) یاد مسابقات د پکتیا بدنې روزنې او ورزش ریاست تر چتر لاندې دملي او عنعنوي ورزشو لوی مُدیریت لخوا په لار اچول شوې وو.

په یادو لوبو کې۸لوبډلو او ۴۰ ورزش کارانو شرکت کړی وه، چې په دوو کټګوریو (تنکي ځوانان)او (لویانو) برخه کې ترسره شوې.

په لویانو کټګورۍ کې د ملت اتحاد لوبډلې (۳) فاصلې په توپیر دسباوون لوبډلې ته ماته ورکړه او دلویانو په ګټه ګورۍ کې یې اتلولي خپله کړه.

د تنکیو ځوانانو په ګټګورۍ کې دپنځه ستورو لوبډلې(۴) فاصلې په توپیر دهڅاند ځوانو لوبډلې ته ماته ورکړه او دتنکیو ځوانانو په ګټګورۍ کې یې اتلولي خپله کړه.

دلویانو په کټګورۍ کې محمد امین د ( ۱۲ متره ) فاصلې په ویشتلو سره د لویانو دګټګورۍ دمسابقاتو غوره لوبغاړی ونومول شو یاد لوبغاړی دملت اتحاد لوبډلې ورزش کار ده.

او دتنکیو ځوانانو په کټګورۍ کې عمر د( ۱۲.۵متره) واټن په ویشتلو سره د تنکیو ځوانانو په برخه کې د مسابقاتو غوره لوبغاړی ونومول شو.

د ګټونکو لوبډلو لوبغاړي د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست لخوا په ورزشي لباسونو، مډالونو او ستاینلیکونو ونازول شول.
دیادو مسابقاتو هدف ملي او عنعنوي لوبو ته پراختیا ورکړل ښودل شوي.