نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره: چهارشنبه ۲۳/۸/۱۴۰۳ نن ورځ د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ورزشي سټدیوم کې په یو تن قاتل باندې د الله (جل جلاله) حکم (قصاص) تطبيق شو. دغه قاتل چې يو کس يې د کلاشينکوف په واسطه په قتل رسولی و، شهرت يې په لاندې ډول دی: د قاتل نوم محمد ایاز (اسد)، د حکیم خان […]
الاماره: چهارشنبه ۲۳/۸/۱۴۰۳
نن ورځ د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ورزشي سټدیوم کې په یو تن قاتل باندې د الله (جل جلاله) حکم (قصاص) تطبيق شو. دغه قاتل چې يو کس يې د کلاشينکوف په واسطه په قتل رسولی و، شهرت يې په لاندې ډول دی: د قاتل نوم محمد ایاز (اسد)، د حکیم خان زوی، د محبت خان لمسی، د پکتیا ولایت د میرزکي ولسوالۍ د «کړکین خولې» سیمې اصلي او د مرکز ګردیز جهاد مېنې سیمې فعلي اوسېدونکی دی، د مقتول حبیب الله (سیف القتال)، د ظریف خان زوی، د دین ګل لمسي د عمدي قتل په پېښه کې نيول شوی و. یاده موضوع د اسلامي امارت د سترې محکمې اړوند درې ګونو نظامي محاکمو (ابتدائیې، مرافعې او تمیز) لخوا په خورا دقیق او مکرر ډول وڅېړل شوه؛ چې په پايله کې پرې د قصاص حکم صادر او تائید شو، وروسته دغه حکم د اسلامي امارت د زعيم عاليقدر اميرالمؤمنين شيخ الحديث مولوي هبة الله اخندزاده (حفظهالله) حضور ته د تائید لپاره وړاندې شو. د عاليقدر اميرالمؤمنين (حفظهالله) لخوا هم د دغې موضوع په اړه د وروستي احتیاط په موخه فوق العاده څېړنه وشوه، د مقتول کورنۍ ته د بخښنې او سولې لپاره وړانديز شوی و، د هغوی له نه منلو او انکار وروسته په قاتل باندې د قصاص شرعي حكم د تطبيق امر ورکړل شو او د دغه حکم د تطبیق لپاره د هېواد سترې محكمې ته هدایت وشو، چې دغه د قصاص حکم نن چهارشنبه (د ۱۴۴۶هجري قمري کال د جمادی الأولی میاشتې په ۱۱مه) نېټه د پکتيا ولایت د مرکز ګردیز په ورزشي لوبغالي کې د هېوادوالو په یوه مجموعه کې تطبیق کړي. د قصاص د ترسره کېدو په موخه د هېواد د قاضي القضات محترم شيخ عبدالحکيم (حقاني) صاحب په هدایت د سترې محکمې نظامي مرستيال محترم شیخ خیرجان (خیرخواه) صاحب د يوه پلاوي په ملتیا لېږل شوی و. په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزیر محترم الحاج خلیفه سراج الدین حقاني، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر محترم الحاج خلیل الرحمن (حقاني)، د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئيس الحاج مفتي عبیدالله (خالد)، د پکتیا زون د نظامي محکمې رئیس الحاج شیخ عبدالهادي (همت)، د مرافعه محکمې مرستيال مولوي واحدالله (صدیقي)، د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي محمد رحیم (نعماني)، د پکتیا ولایت والي محترم مولوي مهرالله (حماد)، د نورو امارتي ادارو ګڼ شمېر مسؤولينو او په زيات شمېر عامو هېوادوالو ګډون کړی و. د غونډې په پای کې په هېواد کې د سرتاسري امنیت د لا ټینګښت، د خلکو شرعي حقونو ته د لا رسېدو او د اسلامي شریعت د لا ښه تطبيق لپاره دعاء وشوه؛ غونډه د قاتل په وژنه او په دې اړوند د الله تعالی د ستر حکم قصاص په تطبیق پای ته ورسېده.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.